نظــر

دجنرال پیټراییس خیالي لاسته راوړنې

Gen-Petraeus-in-Kandahar1قاري حبیب

امریکایي چارواکې په تېره په افغانستان کې دامریکایي پوځ مؤظف مشران په بیا بیا داخبره کوي چې له تېر کال راهیسې دوی دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې سترې لاسته راوړنې درلودلې دي .

دامریکایي ځواکونو لوی جنرال ډیویډ پیټراییس  خودلومړني مسؤل په توګه شاید اړ وي چې خلکو ته دروغجن ډاډ ورکړي

نوځکه  له تېرو څو میاشتو  راهیسې همدا خبره زمزمه کوي ،  مګر اوس دیوشمیر نورو امریکایي او افغاني چارواکو په شمول  دنړۍ یوشمیر مطبوعاتو هم همدې اوازو ته زور ورکړی ، چې ددوی په وینا له تېر اوړي راهیسې امریکایانو په جنوبي افغانستان کې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي .

په دې اړه دتأمل وړ ټکی دادی چې امریکایي جنرالان او یوه ډله نړیوال مبصرین چې کله داخبره کوي ، نو په بشپړه توګه مبهم او مجمل عبارات استعمالوي ، او کله هم ددې لاسته راوړنو په اړه په تفصیل نه غږیږي ، دوی یوازې همدومره وایي چې امریکایي پوځ لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي ، خو دا نه وایي چې کومې او څه ډول لاسته راوړنې ، کوم ځای یې فتحه کړی ، له کومې سیمې یې مجاهدین ایستلي دي ، څه وخت  او چیرې یې خپلې قرارګاوې او ګزمې دمجاهدینو له بریدونو په امن کړي دي ، په کوم ولایت  او کومه سیمه کې ؟؟؟؟

ښایې داپه نړیواله کچه اعجوبه وي چې دلته پوځي جنرالان هم دسیاسيونو غوندې په شف شف غږیږي ، او ژوولې خبرې کوي ، خو حقیقت دادی چې دا دهمدې لاپه وهونکو جنرالانو مجبوري دي  ځکه که په عملي میدان کې لږ قدرې پرمختګ هم دوی درلودلای بیا به  نړۍ ددوی تفصیلي ګزارشونه لیدلي وای ، چې په څومره تفصیل او جزیاتو یې دخپل پرمختګ او بریا نغارې   ډنګولې .

که دعمل میدان ته راشو ، دجنرال پیټراییس یوازینۍ لاسته راوړنه ښایي داوي ، چې په ځينو سیمو یې یرغلونه زیات کړي دي ، چې په پایله کې یې دامریکایي سرتیرو دتلفاتو کچه  وروستي ټاپي ته رسیدلې ده .

دغه راز په ملکي سیمو بې رحمانه عملیات ، دشپې چاپې او عامه ځورونې هم زیاتي شوې دي ، چې له امله یې دملکي افغانانو تلفات خورا زیات شوي دي  .

له دې پرته  په عمومي اوضاع کې دکوم څرګند تغیر څرک لاهم نه ترسترګو کیږي ، دافغانستان په جنوب  په تېره په کندهار او هلمند کې لاهم وضعیت دپخوا په څېر دی ، دهلمند په ټولو ولسوالیو کې  مجاهدین دپخوا په پرتله په زیات قوت کې دي ،دکندهار دښار شاوخوا ولسوالۍ چې دتېر کال دعملیاتو مهم هدف بلل کیدې ، لاهم دمجاهدینو دعملیاتو مهمې سیمې دي ، امریکایان په همدې سیمو کې دبل هرځای  په نسبت ډیر تلفات ورکوي ، دکندهار ښار چې دښمن یې ددفاع لپاره ټولې هڅې وکارولې اوس هم مجاهدین په کې قوي حضورلري ، په تېره نږدې موده کې په همدې ښار کې له زندان څخه د ۵۴۱ بندیانو ازادول ، ولایت او نورې مهمې ادارې  دوه شواروزه  تراورلاندې ساتل او دامنیه قومندان او نورو مهم چارواکو له منځه وړل دمجاهدینو دقوي حضور او عملیاتي دسترسي  ژوندي شواهد دی ، له دې پرته دافغانستان په شمال او پلازمینه کابل کې په دښمن مرګاني او ټکان ورکوونکي بریدونه  هغه څه دي چې دجهادي خوځښت دضعف نه بلکې دقوت راز افشا کوي .

سږ پسرلی چې دښمن د امید او مجاهدینو دبدر په نامه عملیات پیل کړل ، نو نړیوال مطبوعات او مبصرین ترډیره انتظار وه او دا یې یوټاکونکی پړاو باله ، خو همدا اوس اوس یوشمیر نړیوال مبصرین  دمجاهدینو دعملیاتي او تاکتیکي  ځواک په قوت اعتراف ته اړ وتي او دا خبره کوي ، چې دبدر عملیاتو د امید عملیات په نطفه کې خنثی کړل .

دعمومي وضعیت په اړه که څوک دافغانستان په همدې سیمو کې وګرځي نو له پخوا څخه کوم څرګند تغیر نه ترسترګو کیږي ، ددښمن قرارګاوې او پوځیان اوس هم په محاصره کې ژوند کوي ، او شاوخوا سیمې یې دمجاهدینو په ولکه کې دي ، ددښمن اکمالاتي کتارونه له  سترپوځي ملاتړ پرته  په عامو لارو تګ راتګ نه شي کولای  ، امریکا یي جنرالان او دکابل چارواکي لاهم ترخپلو قرارګاوو او لایتي مرکزونو پورې نا اعلان شوي سفرونه کوي ، دوی دافغانستان ګوټ ګوټ ته یوازې دچورلکو په مټ سفر کولای شي ، او عمومي لارې نه شي کارولای .

له دې حقائقو څخه ښکاري چې دجنرال پیټراییس لاسته راوړنې یوازې خیالي خبري دي ، او په عملي میدان کې کوم مصداق نلري .

داد امریکایي پوځي مشرانو عادت دی ، چې کله وظیفه اجراء کوي نو ټول حالات مثبت تعبیروي ، خوکله چې له دندې ګوښه شي ، نو بیا دحالاتو په اړه اندیښنې څرګندوي ، او وضعه دپریشانۍ وړ بولي .

خو دغه ډله خلک باید پوه شي چې دوی په افغانستان کې تنها په کومه تبلیغاتي مبارزه کې نه دي ښکیل بلکې دعملي جګړې په تاوده میدان کې را ایسار دي ، چې کله به یې هم په تشو باټو ونه ګټي  ، ددوی لپاره ښه داده چې نور دخپلو اولسونو د دوکه کولو په ځای حقائقو ته غاړه کیږدي او په رڼا کې سالم تصامیم ونیسي .

Normal 0 false false false EN-US X-NONE X-NONE

دجنرال پیټراییس خیالي لاسته راوړنې

 

قاري حبیب

امریکایي چارواکې په تېره په افغانستان کې دامریکایي پوځ مؤظف مشران په بیا بیا داخبره کوي چې له تېر کال راهیسې دوی دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې سترې لاسته راوړنې درلودلې دي .

دامریکایي ځواکونو لوی جنرال ډیویډ پیټراییس  خودلومړني مسؤل په توګه شاید اړ وي چې خلکو ته دروغجن ډاډ ورکړي نوځکه  له تېرو څو میاشتو  راهیسې همدا خبره زمزمه کوي ،  مګر اوس دیوشمیر نورو امریکایي او افغاني چارواکو په شمول  دنړۍ یوشمیر مطبوعاتو هم همدې اوازو ته زور ورکړی ، چې ددوی په وینا له تېر اوړي راهیسې امریکایانو په جنوبي افغانستان کې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي .

په دې اړه دتأمل وړ ټکی دادی چې امریکایي جنرالان او یوه ډله نړیوال مبصرین چې کله داخبره کوي ، نو په بشپړه توګه مبهم او مجمل عبارات استعمالوي ، او کله هم ددې لاسته راوړنو په اړه په تفصیل نه غږیږي ، دوی یوازې همدومره وایي چې امریکایي پوځ لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي ، خو دا نه وایي چې کومې او څه ډول لاسته راوړنې ، کوم ځای یې فتحه کړی ، له کومې سیمې یې مجاهدین ایستلي دي ، څه وخت  او چیرې یې خپلې قرارګاوې او ګزمې دمجاهدینو له بریدونو په امن کړي دي ، په کوم ولایت  او کومه سیمه کې ؟؟؟؟

ښایې داپه نړیواله کچه اعجوبه وي چې دلته پوځي جنرالان هم دسیاسيونو غوندې په شف شف غږیږي ، او ژوولې خبرې کوي ، خو حقیقت دادی چې دا دهمدې لاپه وهونکو جنرالانو مجبوري دي  ځکه که په عملي میدان کې لږ قدرې پرمختګ هم دوی درلودلای بیا به  نړۍ ددوی تفصیلي ګزارشونه لیدلي وای ، چې په څومره تفصیل او جزیاتو یې دخپل پرمختګ او بریا نغارې   ډنګولې .

که دعمل میدان ته راشو ، دجنرال پیټراییس یوازینۍ لاسته راوړنه ښایي داوي ، چې په ځينو سیمو یې یرغلونه زیات کړي دي ، چې په پایله کې یې دامریکایي سرتیرو دتلفاتو کچه  وروستي ټاپي ته رسیدلې ده .

دغه راز په ملکي سیمو بې رحمانه عملیات ، دشپې چاپې او عامه ځورونې هم زیاتي شوې دي ، چې له امله یې دملکي افغانانو تلفات خورا زیات شوي دي  .

له دې پرته  په عمومي اوضاع کې دکوم څرګند تغیر څرک لاهم نه ترسترګو کیږي ، دافغانستان په جنوب  په تېره په کندهار او هلمند کې لاهم وضعیت دپخوا په څېر دی ، دهلمند په ټولو ولسوالیو کې  مجاهدین دپخوا په پرتله په زیات قوت کې دي ،دکندهار دښار شاوخوا ولسوالۍ چې دتېر کال دعملیاتو مهم هدف بلل کیدې ، لاهم دمجاهدینو دعملیاتو مهمې سیمې دي ، امریکایان په همدې سیمو کې دبل هرځای  په نسبت ډیر تلفات ورکوي ، دکندهار ښار چې دښمن یې ددفاع لپاره ټولې هڅې وکارولې اوس هم مجاهدین په کې قوي حضورلري ، په تېره نږدې موده کې په همدې ښار کې له زندان څخه د ۵۴۱ بندیانو ازادول ، ولایت او نورې مهمې ادارې  دوه شواروزه  تراورلاندې ساتل او دامنیه قومندان او نورو مهم چارواکو له منځه وړل دمجاهدینو دقوي حضور او عملیاتي دسترسي  ژوندي شواهد دی ، له دې پرته دافغانستان په شمال او پلازمینه کابل کې په دښمن مرګاني او ټکان ورکوونکي بریدونه  هغه څه دي چې دجهادي خوځښت دضعف نه بلکې دقوت راز افشا کوي .

سږ پسرلی چې دښمن د امید او مجاهدینو دبدر په نامه عملیات پیل کړل ، نو نړیوال مطبوعات او مبصرین ترډیره انتظار وه او دا یې یوټاکونکی پړاو باله ، خو همدا اوس اوس یوشمیر نړیوال مبصرین  دمجاهدینو دعملیاتي او تاکتیکي  ځواک په قوت اعتراف ته اړ وتي او دا خبره کوي ، چې دبدر عملیاتو د امید عملیات په نطفه کې خنثی کړل .

دعمومي وضعیت په اړه که څوک دافغانستان په همدې سیمو کې وګرځي نو له پخوا څخه کوم څرګند تغیر نه ترسترګو کیږي ، ددښمن قرارګاوې او پوځیان اوس هم په محاصره کې ژوند کوي ، او شاوخوا سیمې یې دمجاهدینو په ولکه کې دي ، ددښمن اکمالاتي کتارونه له  سترپوځي ملاتړ پرته  په عامو لارو تګ راتګ نه شي کولای  ، امریکا یي جنرالان او دکابل چارواکي لاهم ترخپلو قرارګاوو او لایتي مرکزونو پورې نا اعلان شوي سفرونه کوي ، دوی دافغانستان ګوټ ګوټ ته یوازې دچورلکو په مټ سفر کولای شي ، او عمومي لارې نه شي کارولای .

له دې حقائقو څخه ښکاري چې دجنرال پیټراییس لاسته راوړنې یوازې خیالي خبري دي ، او په عملي میدان کې کوم مصداق نلري .

داد امریکایي پوځي مشرانو عادت دی ، چې کله وظیفه اجراء کوي نو ټول حالات مثبت تعبیروي ، خوکله چې له دندې ګوښه شي ، نو بیا دحالاتو په اړه اندیښنې څرګندوي ، او وضعه دپریشانۍ وړ بولي .

خو دغه ډله خلک باید پوه شي چې دوی په افغانستان کې تنها په کومه تبلیغاتي مبارزه کې نه دي ښکیل بلکې دعملي جګړې په تاوده میدان کې را ایسار دي ، چې کله به یې هم په تشو باټو ونه ګټي  ، ددوی لپاره ښه داده چې نور دخپلو اولسونو د دوکه کولو په ځای حقائقو ته غاړه کیږدي او په رڼا کې سالم تصامیم ونیسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x