fbpx

آسیايي لوبې: هندوستان ۱۲ کاله وروسته هاکې پایلوبې ته لار ومونده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۳ل): د جنوبي کوریا په انچن ښار کې د روانو آسیايي لوبو په جریان کې د هاکي لومړی پایلوبه کې هندوستان، جنوبې کوریا ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکړه او د دې لوبې پایلوبې ته يې لار ومونده.

د سه شنبې په ورځ نیمه پایلوبه د جنوبې کوریا او هندوستان تر منځ وه چې د لوبې په لومړۍ او دوهمه برخه کې هیڅ یوه لوبډله و نه توانیده چې ګول ووهي. د لوبې په درېیمه برخه کې هندوستان د ګول وهلو درې موقع له لاسه ورکړې؛ خو بیا هم د درېیمې برخې له خلاصیدو یو دقیقه مخکې آکاش دیپ سنګ ګول په وهلو بریالی شو.

لوبې څلورمه برخه کې جنوبي کوریا د ګول وهلو موقع لاسته راوړه؛ خو و نه توانیده چې د لاسته راغلې موقع څخه ګټه پورته کړي.

پایلوبه به د هندوستان او پاکستان چې مالیزیا ته يې په دوهمه نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړې، تر منځه وي.

هندوستان ۲۰۰۲ ز کال څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د هاکې پایلوبې ته لار مومي چې له هغې مخکې ۱۹۹۸ ز کال کې يي د سرو زرو مډال ګټلی و.

آسیايي لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکی لوبډله د ۲۰۱۶ ز کال اولمپک لوبو ته لار پیدا کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د