افغانستان

دوهم تعقيب: کابل کې دوو سرتېرو بريدونو لسګونو افسرانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې نن سهار وختي د کابل لويديځ او ختيځ کې دوو جلاجلا سرتېرو بريدونو کې د ملي اردو اووه تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې د دواړو سرتېرو بريدونو مسؤوليت منلی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې لومړی سرتېری بريد د کابل ښار کارته چهار کې سيمه کې د ملي اردو د افسرانو پر بس وشو او د دغه بريد په نتيجه کې له شلو زياتو افسران وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د ښاغلي مجاهد له قوله، سرتېری بريد د ملي اردو پر ۳۰۳ ډوله بس شوی، چې شاوخوا څلويښت افسران پکې سپاره وو.

خبرکاږي، چې سرتيری بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ سره د ملي اردو بس ته په داخلېدو بريالی شو او هلته يې خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه.

د يو بل خبر له مخې نن سهار وختي د کابل ختيځ ده سبز ولسوالۍ تره خېلو سيمه کې هم د ملي اردو پر بس سرتېری بريد شوی او لسګونو افسرانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوهم سرتيري بريد د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

مجاهد زياتوي، چې دواړه بريدونه له همدې امله سهار وختي ترسره شوي، چې ولسي وګړي د پېښې ځای کې نه وي.

طالبانو ګواښ کړی، چې د نوي ايتلافي حکومت له لوري امريکا سره امنيتي تړون امضاء کول د هېواد خرڅولو په معنا ده او دې کار سره د دوی د مقاومت او جهاد حوصلې نورې هم لوړې شوي او له دې وروسته به دوی د کورنيو او بهرنيو عسکرو او دولتي چارواکو پر ضد خپل بريدونه نور هم قوي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x