نظــر

میله می په سیاست واوښته

spinboldakبالاعم افغانان او بالاخص کندهاري ځوانان د هري جمعي په  شپه(( په کندهاري ژبه)) بانډار کوي او د جمعي په ورځ بیا میلي ته ځي .

زه هم یو له هغو کندهاري ځوانانو څخه یم چه د جمعي په شپه د خپلو ملګرو سره یو ځاي بانډار کوم او د جمعي په ورځ بیا ټوله په کندهار کي تفریحي سیمو ته ځو او هلته میله کوو.

زموږ ځني ملګري د پاکستان د مفسید حکومت تر ولکي لاندي

د افغانستان په خاوره (چمن) کي هم سته او هلته د خپلو فامیلو سره یو ځاي اوسیږي دغو ملګرو مو د جمعي د شپي د بانډار کولو په موخه په چمن کی میلمستیا وکړه .

کله چه د سپین بولدک ولسوالي څخه تیر سوو او د افغانستان په خاره کي د باډر په نوم سیمي ته ورسیدو ((البته دا اوس هغه سیمه ده چه پاکستانیان یی د پاکستان او افغانستان تر مینځ د سرحد په نوم پیژني))  نو پر دغه ځای د شیطان هیواد پاکستان د بیرغ رپیدو می وطني احساس راوپاروي او د باډر څخه و ها خوا ته د ورتیریدو نه مي انکار وکړ خو ملګرو مي راباندي زور وکړ او راته یی وویل چه دا خو د افغانستان خاوره ده نو ته باید زموږ سره ولاړ سي (البته دا زما لومړي ځل وو چه دغه سیمه می لیدل) خو د پاکستان حکومت ته مي تر ډیرو بدو ویلو وروسته په خپله مقدسه خاوره کی ددوي تر ناولي بیرغ لاندي پښه کښیښوده او د چمن سیمي ته واوښتو. په باډر نامي سیمه کی مي د پاکستان د بیرغ رپیدو او د پاکستاني ظالمانو پولیسو ظالمانه کړه وړو د افغانانو سره سخت وژړه ولم.

شپه سوه او ملګرو بانډار شروع کړ یعني(چا ورکي کولي،چا هم سترنج او نورو بیا نور څه کول) شپه تیره سوه سهار سو، د باډر د بندیدو له امله مو ورځ هم هلته سوه .

د غرمي تر ډوډي خوړلو ورسته د جمعي مبارکي ورځي د لمانځه د اداء کولولپاره جامع ته ولاړو.

عمومآ په ټول پاکستان کی ملایان د جمعي د ورځي د لمانځه څخه دمخه یو او یا هم دوه ساعته نصیحت کوي چه په نصیحت کي خلګ په افغانستان کي د جهاد کولو لپاره هڅه وي خو په کوم جامه کي چه ما لمونځ اداء کړ داسي څه می وا نه وریدل نو د لمانځه د اداء کولو وروسته یو زه او دوه مي هم ملګري دري واړه د جامع د ملا و حجري ته ولاړو. څو دقیقي وروسته د جامع ملا او ځني نور ورسره ملاصاحبان حجري ته راغله او زموږ په لیدو ډیر حیران سول ځکه موږ لڅ سر وو او ږیري مو هم نه درلودي . د روغبړ کولو څخه یی وروسته پوښتنه وکړه چه د کندهار څخه راغلي یاست؟ ورته ومو ویل چه هو وروسته یی په ډیر ارمان د کندهار د حالت پوښتنه وکړه ورته و مي ویل چه څه درته ووایم، دوي هم په ډیر افسوس راته وویل چه بس پوه سوو.

د چاي چیښلو پر مهال می ورځني پوښتنه وکړه چه مولوي صاحب دلته خو په ټولو جاموګانو او مدرسو کی ملایان د نصیحت کولو پر مهال په افغانستان کی د جهاد کولو مسله یادوی او تا داسی هیڅ هم و نه ویل په ځواب کی یی راته وویل چه دا حقیقت دی خو باید نور د پردو په ګټه استعمال نه سو.

دده په وینا دی هغه څوک دی چه په چمن کی لویه مدرسه لري او څو کاله مخکي په افغانستان کي د طالبانو سره یو ځای وو

په حجره کی ټولو ناستو ملا صاحبانو په ډیر ارمان خپل وطن (افغانسان) یادوي او په افغانستان کی یی د سولي او ټیکاو د راوستو غوښتنه کول او ویل چه نور نو له هر ډول جنګ څخه ستړي سوي.

ددوي په وینا چه په پاکستان کي زیات شمیر افغاني طالب مشران سوله غواړي او نور نه غواړي چه جنګ وکړي

دوي همدارنګه ویل چه ځني طالبان د پاکستان د حکومت له خوا په زور دي ته مجبوره کیږي چه په افغانستان کی جنګ وکړي او هلته ښوونځي،کلینیکونه،پولچکونه او نور عاملمنفغه تآسیسات وران کړي دوي همدارنګه ویل چه نور د پاکستان له دي ډول استبداد څخه په تنګ سوي

ددي څخه وروسته می د حافظ قیوم په نامه هغه څوک هم ولیدی چه په چمن کي خورا غټه مدرسه لري او په زیات شمیر طالبان پکښي اوسیږي نوموړي افغان دی خو دی د خپلي مدرسي څخه په زیات شمیر ځانمرګي برید کوونکي په افغانستان کی د جهاد کولو لپاره د پولي دي خوا د پاکستاني پولیسوپه همکاري را اړه وي.

نوموړي د پاخه سن درلودونکي وو بریتونه یی نه لرل او لنډکي ږیره یی وه دده سره دري تنه ساتونکي او یو ویګو موټر چه پاکستاني پلیټ یی درلود هم وه.

ملګرو می راته وویل چه د هغه سره هم ملاقات وکړه خو ما ددي کار کولو څخه ځکه ډډه وکړه چه نه مي غوښتل دداسي چا سره خبري وکړم چه لاسونه یی د افغانستان د مظلوم او نجیب اولس په وینو سره وي.

نو د یو افغان په صفت د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوم چه زموږ هغه خوابدي وروڼه بیرته خپل ګران وطن افغایستان ته راولي،د سولي پروسي ته جدي پاملرنه وکړي او د ډیورینډ کرښه له یاده ونه باسي.

قدرت الله خوشبخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x