نظــر

امریکا په څنګه کلي کې واړول ؟

لیکوال: ملا سمیع الله

امریکایان چې دا دریارلس کاله کیږي ګران هیواد افغانستان ته راغلي،تیره ورځ یي له نوي بلواکه رژیم سره یوځل بیا خپل قرارداد تمدید او ظاهرا یي د لسونورو کلونو لپاره دلته داوسیدو پریکړه وکړه .
امریکا دنړۍ په ډیرو سیمو کې پوځي تاسیسات او اډې لري، دوی فکر کوي چې په افغانستان کې هم باید دا ډول پوځي اډې وساتی ترڅو چین او روسیه  تر نظارت لاندې ولري، خو اساسي پوښتنه داده چې آیا امریکایان به په افغانستان کې دارام شپه تیره کړای شي او واقعا به وتوانیږي دنورې نړۍ غوندې په دې هیواد کې هم  خپل پوځي ماموریت په نورمال ډول پرمخ بوځي؟؟

ددې پوښتنې ځواب په دې کې موندلی شو،چې دافغانستان او افغان اولس تاریخ ، روحیات او کړنې له نورو هغو هیوادونو سره چې دامریکا پوځي برلاسي یي منلې ده تر کومه حده توپیر لري؟

ټول په دې متفق دي چې افغانستان د استثناآتو هیواد دی، په اتلسمه پيړۍ کې دنړۍ کوچني هیوادونه د لویو استعمارګرو په خیټه کې هضم شول خو افغانستان خپل تشخص وساته ، له لومړۍ نړیوالې جګړه وروسته ټوله نړۍ متحدینو اشغال کړه خو افغانستان د خپلواک ټاپو په حیث  مستقل پاته و،  په دې سربیره په تیرو دیارلسو کلونو کې که دلته دامریکا په وړاندې دافغان اولس چلند ژور مطالعه شي پوهیږو چې دا څه ډول خلک دي او امریکا په څنګه هیواد کې اړولي دي ؟

نور مثالونه به پریږدو  یو نغد مثال به درته ووایم : زه هر سهار له لمانځه وروسته  څو تنو طالبانو ته کتابونه وایم،په دې ورځو کې یو نوی طالب راغلی او سبق یي شروع کړی دی،زه هم حیران وم چې دا طالب څنګه بې وخته راغلی،خو بله ورځ یي بل ملګري کیسه داسې راته وکړه.

دغه ځوان دری کاله وړاندې ځان د امریکا په ضد د جهاد لارې ته وقف کړی ، خپل نوم یي دفدایي عملیاتو لپاره ثبت کړی او هره شیبه حاضر دی چې ددین په دښمنانو فدایي برید ترسره کړي، خو به تیرو څو کلونو کې نوموړي ته د فدایي عملیاتو وار نه دی رسیدلی،نوځکه یي اوس بیرته په سبقونو پیل کړی دی.

امریکایان باید دا ډول پیښو ته ژور فکر وکړي، هغه اولس چي په خپل دین ځان ځارولو ته  اماده وي بلکې  په ډیره بي صبرۍ ورته انتظار کوي.هغه اولس چې د ځوانانو وینې یي تویېدلو ته بې تابه وي،جهاد، شهادت او فداکاري په کې تل پاتې ویاړ بلل کیږي، ددغسې اولس اېل کول او محکومول کوم اسانه کار نه دی .

امریکایان به شایدپه خپلو ډالري غلامانو باندې  تکیه کوي، خو دوی باید پوه شي چې دغه  وطن پلورونکي په خپل اولس کې ريښه نلري،اشرف غني به وګړپیژندونکی وي خو افغان پیژندونکی نه دی،که ده افغان اولس پیژندلی او ددې اولس په خصوصیاتو یي علم درلودلی نو دومره ستر حماقت به یي نه کاوو.

د همدې لیکنې له لارې زیری درکوم چې اشرف غني ، حنیف اتمر ، ډاکټر عبدالله اونور  وطن پلورونکي به هم د شاشجاع او ببرک کارمل په انجام اخته کیږي، دوی به د اولس د انتقام په اور کې لولپه کیږي چې بیا به یي قبر هم چاته نه وي معلوم.

زما په نظر خو امریکایانو د خپل شتون په تمدید سره یوازې خپل ناسور زخم تمدید کړ، لس کاله به نور هم له امریکا څخه په دې هیواد کې ویني بهیږي،دلته به امریکا په یوه فرسایشي جنګ کې مبتلا وي داسې جنګ چې پیسې او سرونه به ترې خوري خو نتیجه به یي یوازې زیاتیدونکی رسوایي  او شکست وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x