نظــر

خاینانو ځان رسوا کړ!!

لیکوال: فاتح کاروان

موږ او تاسو په داسې یو عصر کې اوسو چې د تاریخ ډير پړاوونه تکرار شول او لا هم تکراریږي،لکه : صلیبي جګړې بیا پيل شوی، انګریزان بیاراپورته شول، مسلمانان بیا بي اتفاقه شول، اسلامي نړی یو ځل بیا محکومه شوه، نړی بیا په څو قطبونو وویشل شوه او تر ټولو بده یې دا چې افغانستان بیا اشغال شو.

د امریکایانو لخوا د افغانستان اشغال او دلته  په افغانستان کې د اشغالګرو پرضد پياوړی او بریالی مقاومت د  تیرو دیارلسو کالو په  اوږده موده کې نړی ته ډیر څه ورزده کړل، نړی ولیدل چې افغانانو د امریکا په مشرۍ  پيل شوي صلیبي جګړه کې اشغالګرو صلیبیانو ته ملا ماتوونکي ګوذارونه ورکړل، نړی ولیدل چې  د تیر جهاد برخلاف افغان مجاهدینو دا ځل په تشو لاسونو د نړیوال مجهز کفري لښکر پرضد د جهاد سنګرونه تاوده وساتل، مخکې به خلکو ویل : افغانانو د امریکا او عربو په ډالرو او وسلو جګړه کوله ځکه يې روسان مات کړل، خو دا ځل الله جل جلاله د دی خلکو خبره رد کړه او دوی ته یې وښوده چې: کله کله الله جل جلاله یو کافر د بل کافر په وړاندې  راپورته کوي، لکه امریکایانو چې افغان مجاهدینو پیسې او وسلې ورکولې، دا کار بې له شکه یوه الهي پیروزینه وه او باید مجاهدینو له دی ډيره استفاده کړی وه، په دی توګه به د امریکا په پیسو او وسلو روسان مات شوي و خو د امریکا ارمانونه به نه و پوره شوي، مګر  دا چې د مجاهدینو مشرانو کې خاینان راپیداشول د ټولو مجاهدینو د جهاد ثمره یې  له منځه یوړه، بالعکس جهاد او مجاهدین بدنام شول، دا ځل الله جل جلاله  ماده پرستو او په وسایلو باور کونکو خلکو ته وښودله چې زه  د چا سره مرسته کوم هغه بیا وسایلو ته ضرورت نه لري، اوس نو  دا دیارلس کاله ګورو چې د افغان ولس رښتوني بچیان د جهاد په سپيڅلي لاره کې قربانۍ ورکوي او امریکایان يې په ګونډو کړي دي.

یو ملګري راته کیسه کوله ویل یې: د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د اجیري اردو یو قوماندان سره مخ شوم، یوه جالبه خبره مې ترې واوریده، ما ویل څه؟ ځواب یې راکړ: قوماندان په حیرانۍ او غصه راته دا خبره وکړه چې: طالبان هم عجیبه خلک دی، یوه زنګ وهلې د راکټ مرمۍ پيداکړي، چیرته د هاوان یو څو زړی او له  خطره ډکې مرمۍ د چندی په پيسو واخلي بیا نو تر هغه وخته دوی ته ځمکه ځای نه ورکوي چې پر موږ يې راویشتلي نه وي!! د اردو دقوماندان داخبره  رښتیا وه، مجاهدین چې په الهي تکیه  او د ولس په مرسته یې جهاد پیل کړی، د هیڅ یو هیواد یا کړۍ له خوا ورسره مرسته نه کیږي،بلکې د چندو په پيسو او یا په غنیمت شوو وسلو یې خپله بریالۍ مبارزه روانه ساتلی ده، په دی خبره ټول اجیر چارواکي پوهیږي، او اعتراف پرې کوي، چې طالبان له چا مرسته نه اخلي هماغه پخواني روسي ټوپکونه ورسره دي، کله چې مجاهدین کمین یا تعرض ته ځي نو هر یوه سره يې له دوه شاجورو ډيری مرمۍ نه وي، کله کله خو په په یو شاجور هم ډاډه وي او د جنګ میدان ته بې خطره روان وي، مګر بیا هم بریالي راستنیږي، دا هر څه بې له شکه د مجاهدینو به حقانیت قوي دلیل دی.

بهر حال  خبره مو د تاریخ کوله، امریکایانو د امنیتي تړون تر نامه لاندې یوه داسې مسوده برابره کړی وه چې له مخې به يې افغانستان تر څو کلونو پورې  په دوی ګرو شي او دلته چې بیا دوی هر جرم کوي څوک به ترې د پوښتنې حق نلري، دا په اصطلاح تړون ورسره نن د اشرف غنی لخوا امضاء شو، مطلب دا چې  مور(وطن) یې په یې په کفارو خرڅه کړه، دا کار يې  د تاریخ تکرار بولو، خو که جنایتونه تکراریږي،د جنایت کارانو سزاوی به هم تکراریږي، پروني خاینان نن په افغان ولس کې  په بدو نومونو یادیږي سبا ورځ به نني خاینان هم په بدو نومونویادیږي.

امریکايي یرغلګرو په تیرو دیارلسو کالو کې درک کړه چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه يې ناکامه ده، نوځکه يې  ځانته د وړو د پوزی  جوړول پیل کړل او هغه دی نن په دی کار سره وتوانیدل چې  له ځانه جوړه شوی قباله په خپلو اجیرانو اوغلامانو امضاء کړي، افغان ولس چې په خپله خپلواکۍ او آزادۍ سر ورکوي، له یرغلګرو کرکه کوي همداسې د یرغلګرو له ګوډاګیانو هم کرکه کوي او د ګوډاګیانو له کړنو هم بیزاره دی، اشرف غنی او ټیم یې باید پوه شي چې تاریخي خیانت یې وکړ، یو ځل بیایې د هیواد په سر سودا وکړه، نه یې د ولس  رایه واخیسته، نه يې د دین پروا وساتله او نه يې راتلونکي خطرونه درک کړل، بلکې د خپلې وعدی سره سم یې  کفارو ته د هیواد قباله وسپارله.

اوس نو باید د جهاد مخالفین پوه شي چې: د کفارو او اجیرانو پرضد دمجاهدینو مبارزه برحقه، اسلامي او ملي مبارزه ده. اشرف غني د لسو کالو یا له دی هم د ډیری مودی لپاره د سولې څراغونه مړه کړل، سوله يې ووژله، له دی وروسته که هرڅه کیږي مسؤلیت به یې د اشرف غنی او د هغه د درباریانو په غاړه وي، د طالبانو له دریځ نه واضحه معلومیږي چې مبارزه به یې نور هم زور واخلي، جنګونه به ډیر شي،  په حکومتي  مقاماتو  ډلییز جبهه اي بریدونه به پراخ شي، او په دی ترڅ کې که هر څومره تلفات ولس ته اوړي  د دی کار مسؤلیت به هم  د اشرف غنی په غاړه وي، دا د نن ورځې شاه شجاع خو بیخي له غیرت نه خلاص وخوت، په یوه اشاره یې  د کفر سره د غلامۍ تړون لاسلیک کړ. الله جل جلاله دی  اینده خیر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x