افغانستان

کندوز کې طالبانو ۳ پوستې او ۸ پولیس نیولي، په هلمند کې سرتیری برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل):  د کندوز ولایت څخه  را رسېدلي راپورونه کاږي چې  طالبانو په دغه ولایت کې د دولت څخه ۳ پوستې او ۷ عسکر نیولي.

همدا راز د هلمند  ولایت  د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي عسکرو پر موټریز کاروان سرتیري برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د تفصیلاتو سره سم  طالبانو نن سهار د کندوز ولایت مزکز اړوند د ګورتیپې په کچلیک سیمه کې پر درې پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې د ۷ پولیسو په شمول یې ۳ پوستې ونیولې.

د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې طالبانو له اربکیانو د کندوز ښار په کچلیک سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو دوه امنیتي پوستې تر سختې محاصرې لاندې نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه پوستې  د تېرو ۵ ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی  « ۲ رینجر موټر، یو لوی نظامي موټر، یو عراده موټر سایکل، یو میل پیکا، ۶ میله کلاشنکوفونه، ۱۹ امریکايي راډیوګانې، یو جنلیتر او ډيرې مرمۍ هم نیولي.»

مجاهد زیاتوي چې دوی  د دولت پر ضد پراخه «ځپونکي» عملیات پیل کړي چې مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

«دښمن هڅه کوي چې په خپلو پرلپسې ماتو پرده واچوي خو سیمه یيز خلک پوهيږي او خبردي چې د کندز د مرکز په ګډون له ډيرو سيمو څخه د دښمن کمپله په ټولیدو ده او پراخې سیمې د مجاهدينوتر کنترول او واک لاندي راغلي دي».

په کندوز ولایت کې د پوستو او پولیسو د نیولو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې نن سهار د کابل په لویدیځ او ختیځ کې په دوو سرتیرو بریدونو کې د ملي اردو لسګونو افسرانو ته مرګ ژوبله اړولې.

په عین حال کې د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د عامه نظم پر پولیسو پروني سرتیري برید  ۲ پولیس وژلي  او ۴ نور ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې همدا راز نن سهار همدا راز  د لښګرګاه دوه لارې ته نېږدې د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر موټریز کاروان بمي چاودنه شوې چې په ترڅ کې ۴ پولیس ژوبل شوي.

طالبانو ددغه بریدونو مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې د دوی یو سرتیري ملګري د لښکرګاه دوراهي په سیمه کې هرات ته پر غځېدلې لاره د پولیسو پر یوه کاروان برید وکړ چې په ترڅ کې ۳ عرادې نظامي موټر  په بشپړه توګه ویجاړ او ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x