fbpx

اسیايي لوبې: افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل):  جنوبي کوریا کې په روانو اسیايي لوبو کې د افغانستان کرکټ لوبډله  نیپال ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووته.

دغه سیالي چې نن د تلې په ۹مه په جنوبي کوریا کې ترسره شوه، پچه يې نیپال وګټله  او لومړی په توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د افغانستان پیل چندان ښه نه و، کریم صادق په لومړي اور کې وسوځېد، همدا راز نجیب ترکی په درېیم اور کې د ۹ منډو په کولو سره «بولډ» اوټ شو.

د نجیب او کریم تر سوځېدو وروسته محمد شهزاد ښه لوبه وکړه او د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ يې ۴۲ منډې وکړې.

د شهزاد تر سوځېدو وروسته کپتان محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې او نور لوبغاړي ونه ځلېدل.

افغان لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ایله ۱۱۹ منډې جوړې کړې چې د کرکټ پوهانو له انده د سیالۍ ګټلو لپاره کمې وې.

خو افغانستان بیا په توپ اچونه کې وځلېد او وتوانېد چې د نیپال لوبډله تر ۱۱۱ منډو محدوده کړي او په ۸ منډو سیالي وګټي.

د افغانستان له لورې فرید احمد په توپ اچونه کې وځلېد، نوموړي په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او د نیپال ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په جنوبي کوریا کې روانو لوبو کې تقریبا ۱۰۰ افغان لوبغاړو ګډون کړی چې د افغانستان د اولمپک کمېټې له قوله د کرکټ او فټبال پرته له نورو لوبغاړو د ګټې تمه نه لري.

افغانستان بله سیالي سبا له هانګ کانګ سره لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د