افغانستان

روسي کارپوه: د افغانستان د حالاتو کنټرول د اشرف غني د وس کار نه دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): مسکو کې د روسيې د ستراتيژيکي مطالعاتو د افغانستان د برخې کارپوه سرګي دميدنکو وايي، چې د افغانستان د وضعې کنټرول د اشرف غني د وس اوتوان کار نه دی.

دميدنکو زياتوي، چې افغانستان له داسې سياسي او نظامي کړاوونو سره مخ دی، چې د اشرف غني پنځه کلنه دوره کې يې له دې کړاوونو راويستل ناشوني بريښي او د نوي ايتلافي حکومت دوره به له سختو ننګونو سره مخ وي.

د دميدنکو په اند نوی ولسمشر به ايله کابل ښار او شاوخوا سيمو کې يو څه اصلاحات راولي او دومره پراخ لاس به ونه لري، چې د ګرد افغانستان سياسي او نظامي حالات کنټرول کړي.

د کاپوهانو په اند د ايتلافي حکومت د نوي ولسمشر تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې شاوخوا پلويان او ايتلافي ملګري يې د ګټو پر سر ورسره يو ځای شوي دي او دغه کسان به تر هغو ورسره وي، چې تر څو يې په دغه حکومت کې ګټې خوندي وي ا و د دې لپاره بايد اشرف غني له ډېر زغم او صبر څخه کارواخلي.

که ډاکټر اشرف غواړي، هغه څه عملي کړي، چې ده په کتابونو کې لوستي، نو دا ډېره ستونزمنه ښکاري؛ ځکه چې د کتاب او ځمکنيو حقايقو تر منځ د ځمکې او اسمان توپير دی، په بيا د افغانستان حالات، چې د هيڅ سياسي او پوځي حالاتو په اړه پکې وړاندوينه ناشونې بريښي.

اشرف غني احمدزی دوه ورځې وړاندې د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او پرون یې د امریکا سره امنیتي تړون چې له مخې به یې په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر پاتې کیږي لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zabihulla

دشیطان زامونو دروس سره خرو پاکیستانیانو

zabihulla

تسی سایټ ولا شیم پاکیستانیانو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x