افغانستان

د حکومتي اپوزيسيون د اعلان غونډه د ګډوډۍ ښکار شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل:( د لويې جرګې په تالار کې د ملي کنګره ګوند مشر او ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي لطيف پدرام يوه غونډه راغوښتې وه، چې د حکومت د سياسي اپوزيسيون اعلان وکړي، مګر نوموړې غونډه د ناندريو او فزيکي شخړو له امله د ګډوډيو ښکار شوه.

لطيف پدارم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټاکنو پر کميسيون کلکې نيوکې وکړې او د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوی ايتلافي حکومت يې ناقانونه او د افغانانو د غوښتنو او ارمانونو پر ضد وباله.

د پدرام د وينا پر مهال يو شمېر ګډونوالو د غونډې له منځه نارې کړې، چې «مرګ پر هغو مشرانو چې موږ ته يې زموږ د رايو څخه د دفاع ژمنه راکړه، مګر بيا يې د خپلې څوکۍ لپاره زموږ پر رايو معامله وکړه او د سهامي شرکت غړي شول.» دغه مهال د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويانو د يادو شعار ورکوونکو کسانو پر ضد فزيکي غبرګون ښکاره کړ او له هغې وروسته غونډه د ګډوډيو ښکار شوه.

راپورونه وايي، چې لطيف پدرام او د غونډې نورو مسؤولينو هڅې وکړې، چې غونډه له ګډوډيو وژغوري، مګر تر دې دمه غونډه کې فزيکي شخړې او ناندرۍ روانې دي.

د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته په ليکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x