افغانستان

اجرستان کې هوايي بريدونو۱۵۰ کورونه ويجاړ کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل:( د غزني ولايت اجرستان ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله ۱۵۰کورونه سوځول شوي دي.

راپورونه وايي، چې د اجرستان ولسوالۍ عباس خېلو کلي کې د حکومت او ايساف په ګډو بمباريو کې دغه کلی په بشپړه توګه سوځيدلی او د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونو ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرکاږي، چې دمګړۍ هم ياده سيمه هوايي بريدونه روان دي او ګرده سيمه کې وېره او ترهه خپره ده.

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x