ورزش

سنیل ناراین توپ اچونه هم د ناسم توپ اچونکو لیست کې شامل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۳ل): چمپینز لیګ ۲۰ اوریز سیالیو کې د کولکته نایټ رایډرز (Kolkata Knight Riders) شخصي لوبډلې ویسټ انډیزي لوبغاړی آف سپنر سنیل ناراین (Sunil Narine) توپ اچونه هم د ناسم توپ اچونکو په لیست کې شامل شو.

سنیل ناراین د قوانینو خلاف توپ اچونې طریقې لرلو په اړه کرکټ نړیوالې ادارې ته رپوټ د لوبڅار شمس الدین، انیل چودري او درما سینا لخوا واستول شو.

د سنیل ناراین پر تیز توپ اچونې لوبڅار په خاصه توګه اعتراض وکړ.

دغه رپوټ د کولکته نایټ رایډرز او ډولفنز تر منځ لوبه کې واستول شو چې دغه لوبه کې سنیل ناراین په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړی وو او ۳ لوبغاړي يي سوځولی و.

سنیل ناراین په روانه چمپینز لیګ کې تر ټولو زیات ۱۱ لوبغاړي سوځولی او شپږ ځلې چمپینز لیګ کې ګډون کولو سره ۳۸ لوبغاړي سوځولې چې تر اوسه د دې سیالیو په تاریخ کې تر ټولو غوره توپ اچونکی دی.

ناسم توپ اچونې په اړه د چمپینز لیګ کړنلاري په اساس سنیل ناراین اخطار لیسټ کې شامل شوي. اوسمهال هغه لوبو کې ګډون کولی شي خو که د ده ناسمې توپ اچونې په اړه دوهم ځل رپوټ واستول شو نو بیا سنیل ناراین نه دې سیالیو کې او نه هم د هندوستان کرکټ ادارې لخوا ترتیب شوې سیالیو هیڅ لوبې کې ګډون نشي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x