افغانستان

ولسمشر اشرف غني د کابل بانک د دوسيې د څېړلو حکم وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د  کابل بانک دوسیه چې د تېر یو کال راهیسې تړل شوې وه، د بیا څېړلو حکم کړی.

په ۲۰۱۰ کې کابل بانک د دولت لخوا هغه وخت وتړل شو چې د ۹۰۰ میلیونه ډالر ترې ورک او غلا شول او له امله یې نړیوال وجهي بانک لخوا افغانستان ته په سلګونو میلیونه ډالرو قرض ودرول شو.

د فساد پر ضد د مبارزې یو ډله وايي چې د کابل بانک څخه ۸۶۱ میلیونه ډالر (د ټول کابل بانک ۹۲٪) قرضونه ۱۹ اشخاصو او کمپنیو ته تللي.

د راپورونو له مخې د کابل بانک څخه د پیسو په ویستلو کې د مارشال فهیم قسیم ورور خلیل فیروزي او نور شامل و او له همدې امله د کابل بانک دوسیه بنده شوه.

که څه هم زورواکان د کابل بانک له دوسیې څخه بري الذمه اعلان شول، خو سربېره پر دې هم شپږ میاشتې وړاندې ۲۱ کسان د ځانګړې محکمې له لورې په ۵ کلونو بند محکوم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

درنو هیوادوالو اسلام وعلیکم ورحمت الله وبرکاتُ ! اوبیا داچی نوې ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی احمدزئ چی زه یی هیڅ شناخت او پیژندګلوی نه ورسره لرم ، او درسته هم نده چی د حتماً د سیاسی حمایت لپاره پیژندګلوی به منځکی وی ، راځم اصلی تکی ته هغه داچی محترم ولسمشر دافغان ولس د شتو او دارایی دغلو هغه دوسیه چی مخکی د لور پورو چارواکو له خوا لوټ او تالا شویوه او هغه دکابل بانک نه په حدود دیو ملیلردو دالرو دغلا دوسیه دبیا څیرلو امر کړیدی، درنو هیوادوالو ! ددې فرمان دصدور نه افغان ملت ته دیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x