نظــر

تاریخي لعنتي

لیکوال: نعمان منلی

د هجرت په دیار کې زموږ کیمپ ته برق راغی دوه دوه زره مو د برق د میټر په سر جمعه کړې برق ولګیده، ماښام برق ولاړ زموږ یوه ساده او پوچخولي کلیوال وویل: ودریږئ ستاسو څه او څه.. وکړم امریکا ښه چل درباندي وکړ دوه دوه زره یې روپۍ درنه یووړې او ښه یې…

دویم متفکر ته هم هاغه زموږ د کلیوال وینا راجع شوه، امریکا داسي شرمیدلی واک ورکړ چې “تاريخي لعنتي ” یې وګرځاوه.

له يواځني نړیوال ځواک سره د افغان ګوډاګۍ او کاواکه ادارې تړون د کمزوري د تړلو معنا لري، پرون یې ځیني ډنډورچیانو استدلال کاوه چې دې تړون ته زورورو ګاونډیانو مجبور کړې یو! خو د دې استدلال باد یې هلته ووت چې امریکایي چارواکو په ډاګه وویل چې زموږ تړون د چا له پاره د نورو په مقابل کې د دفاع له پاره نده، نو خبره سپینه شوه چې ” غوا توره او پۍ یې سپينې ” امریکایان په هرصورت خپلو ګټو ته ژمن دي او نور هیڅ نه پیژني بناءً د کاواکه ادارې مشر او ډنډورچیان یې بیاهم تاریخي لعنتیان پاتي شول.

که څه هم واک او ځواک، جاه او جلال، قدرتونه او ډالرې ډیر خواږه شیان بلل کیږي خو زه وايم لعنت په هغو خوندونو چې سړی په لعنتونو او شرمونو بار تاریخ ته وسپاري، دا لعنتي سیکولریستان د “ضمیر ” او ” وجدان ” په نوم انساني ارزښتونه هیڅ نه پیژني، دوی پخپل ټول تاریخ کې خپلو ولسونو ته غدار او پردیو ته وفادار پاته شوي دي، دوی تل د ولس ملاتړ او خواخوږي ته لته ورکړې ده او د ولسونو له خوا د طعن او لعنت ستوغې سپورې یې په اوږو تپلي دي نو ځکه دوی وارو غلامان د تاریخ په کندو کې په لعنتونو پټ پراته دي او دوی هم تاریخي لعنتیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x