
ټول وزيران د سرپرست وزيرانو په توګه اعلان شول
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): د ايتلافي حکومت نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د کرزي د کابينې ټول وزيران د سرپرستو وزيرانو په توګه ونومول او ګردو چارواکو يې وغوښتل، چې تر راتلونکي فرمان پورې هيڅ وزير څوک نشي ټاکلی او نه يې له دندې ګوښه کولای شي.
د ولسمشرۍ د چارو ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر احمدزي دا اعلان ځکه وکړ، چې دولتي چارې په ټپه ونه دريږي، مګر يو شمېر کارپوهان وايي، چې د ايتلافي حکومت دواړو مشرانو ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله عبدالله تر اوسه د وزارتونو د ويش په اړه په لانجو اخته دي او تر اوسه يې په دې نه دي توانيدلي، چې د وزارتونو د ويش په اړه يوې سالمې پرېکړې ته ورسيږي، نو له همدې امله ولسمشر د کرزي د کابينې وزيران د سرپرستو وزيرانو په اعلان کړل.
د ګډ حکومت نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي تر اوسه درې مهمې ټاکنې کړي دي.
نوموړي د خپلې لوړې پر لومړۍ ورځ د کرزي د کابينې وزير او د روسي يرغل پر مهال د پرچم ګوند غړی محمد حنيف اتمر د ملي امنيت د سلاکار په توګه وټاکه او د هغې پر سبا يې د ښاغلي اتمر په لاس له امريکا او ناټو سره دوه جلا جلا امنيتي سندونه امضاء کړل.
د دې تر څنګ ولسمشر غني د کرزي د ادارې د ماليې وزير د ملي اقتصاد سلاکار او عبدالسلام رحيمي د ولسمشر د دفتر ريس او د چارو د ادارې د ريس په توګه وټاکه.