نظــر

بې ګناه محصلین مه ځوروئ

kandahar_universtyخالد افغان زوی

څه موده وړاندې له  سویلي پښتونخوا  څخه یوه ملګري  راته په  مشاعره کې دګډون بلنه راکړې وه ، دغه راز یوکندهار میشتي ملګري هم راته له ډیره وخته  هلته دورتګ ست کاوه ،  ددې دوه ورځني سفر په مهال مې په لاره کې ګام په ګام ډیرې نادودې ، نارواوې  او زړه دردونکي کیسې ترنظر تیرې شوې  چې ان شاءالله یوڅوبه یې دانټرنيټ له لارې نشر ته وسپارم ،

ترڅومې  دظلم په رسواکولو او دمظلوم په لاسنیوي کې خپل رول اداکړی وي .

له غزني څخه دکندهار په خوا په روانیدونکي موټر کې ترډیره انتظار وم ، ځکه سپارلۍ کمې وې ، وروسته  یوپه ونه لوړ پوخ عمره سړی موټر ته راوخوت اوله څنګ سره مې کیناست ، سړی خورا غلی وه ، اویوازې یې له ځان سره ساړه اسویلي ایستل ، لږ وروسته چې موټر روان شو هم سړی نه غږېده ، ماچې دده داساړه اسویلي  او ژور سوچونه څارل  زړه مې پرې وسوزید خو کارمې پرې نه درلود ، دلارې په اوږدو کې سړي ورو وسکونډلم اوراته کړه یې . . .

ـــ چیرې روان یې  ؟

ــ کندهار ته

ــ  په کندهار کې وظیفه لرې ؟

ــ نه وظیفه نه لرم ، ولې څه خبره ده ؟

سړي خپله کیسه داسې راته پیل کړه ، زه دمیدان وردګو ولایت دچک دولسوالۍ اوسیدونکی یم ، له ډيره وخته په سعودي عربستان کې مسافریم  اوهورې   خواري مزدوري کوم ، داڅو ورځې کیږي چې کورته راغلی یم ، زما یو وراره دی چې دکندهار پوهنتون دطب په پوهنځي کې زده کړې کوي ، څو ورځې وړاندې لکه چې دکندهار په پوهنتون کې چاودنه شوې وه  ، پرون خبر شوم چې ددې چاودنې په تور دکندهار استخباراتو ۱۲ تنه محصلین نیولي دي ، چې زما وراره هم په کې شامل دی  ، دنوموړي دنیول کیدویوه اونۍ  تېره شوې خو موږ پرون پرې  خبر شوو ، څنګه چې په کورکې بل څوک نه وه ، نوله مجبوري څخه زه له کوره راووتلم ، اودادی اوس کندهار ته روان یم چې درک یې ولګوم  ، ده وویل دا ۲۵ کاله کیږي چې کندهار ته نه یم تللی ، اونه هلته څوک پیژنم ، اوس سخت په سوچ کې یم ، چې هلته ورسیږم څه به کوم ، کومې ادارې ته به ورځم ، له چانه به پوښتنه کوم ، ماخو یوه اداره هم نه ده لیدلې ، دلته خلکو راته ویل چې ښې ډیرې پیسې اورشوت ورنکړې  نوڅوک به دې عریضه هم وانخلي ، نواوس دې خدای فضل کوي چې څنګه به شي .

ماترې وپوښتل چې وراره دې څنګه سړی وه او حکومت ولې نیولی دی ، ده وویل چې نور والله که زه هم خبر یم ، خودومره خبرشوی یم ، چې له دې چاودنې وروسته دکندهار حکومتي چارواکو په پوهنتون کې دوردګو ، کابل ، خوست او کندهار ولایت یوشمیر محصلین نیولي دي ، ده وویل زما وراره خورا دینداره ، بې غرضه او پاک سپیڅلی سړی وه .

نوموړي دغه راز له ماڅخه دکندهار دچارواکو پوښتنه کوله ، چې څنګه خلک دي آیا زما مشکل به زر حل شي اوکه به وځنډیږي ؟ ما دنوموړي د دلاساینې  په خاطر ډاډ ورکړ چې ان شاء الله کوم مشکل به نه وي ، او وراره به دې زرترزره ازاد شي ، خوبیا مې چې ددې پیښې په اړه معلومات وکړ راته معلومه شوه ، چې دکندهار دغه ۱۲ تنه  بې ګناه محصلین دکندهار پنجشیري استخباراتیانو نیولي  دي او معلومه نه ده چې ژر به یې خوشي کړي او کنه ؟

ترکومه چې ماته معلومه ده ، دکرزي دحکومت دملي امنیت په اداره کې لاهم دشمال ټلوالې متعصب ټوپکوال بشپړ واکمن دي ، په کندهار کې هم دملي امنیت ټیټ پوړي پرسونل سیمیز چارواکي دي ، خواصلي واک ټول دټلوالې دمتعصبو  لنډغرو په لاس کې دی ، داتعصب پالونکي ډیرځله یوازې دځورولو او انتقام ګیرۍ لپاره خلک نیسي  ، لکه تېر کال یې چې په بیا بیا په سلګونو کندهاریان زنداني کړل او له ځورولو وروسته یې بیرته خوشي کړل .

داسې ښکاري لکه داځل چې دوی په محصلینو باندې خوا سړوي  ، نوځکه یې زنداني کړي دي  ، که نه داخو له عقله وتلې ده ، چې دیوه بم په چاودونه کې دې دمختلفو ولایاتو ګڼ شمیر محصلین اشر شوي وي.

لوړ حالت دیوه تن نیول شوي محصل دیوه قریب دزړه بړاس وه چې زما لپاره ترزغم پورته وه ، دغه نیول شوي محصلین ټول همداسې قریبان او کورنۍ لري ، هیله ده ددوی ستونزې درک کړل شي ، او ژرترژره یې سپيناوی وشي .  

     (نوربیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x