fbpx

کرغیزیستانۍ ویښته خوړونکی نجلۍ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۹مه، ۱۳۹۳ل): کرغیزیستانۍ نجلۍ ۴ کیلو ګرامه ویښته خوړلی و چې وروسته ډاکټرانو دغه ویښته د عملیات په واسطه ترې ووېستل.

کرغزیستانۍ اوسیدونکې ۱۸ کلنه الیکسوا له ډیرو کلونو څخه د خپل سر او په ځمکه لویدلی ویښتان خوړل چې همدغه شوق يي د ناروغیدو سبب وګرځید.

د الیکسوا په خیټه کې ناڅاپي درد پیدا شو چې له امله يي ډاکټر ته مراجعه وکړه. کله چې ډاکټر د الټراساونډ معاینه وکړه د نتیجې په لیدلو حیران شو؛ ځکه چې د دې په خیټه کې ۴ کیلو ګرامه ویښته جمع شوی وو چې د عملیات په واسطه وویستل شول.

د ډاکټرانو په وینا کله چې الیکسوا روغتون ته راغله نو نه یوازې دا چې د اوبو له نه څښلو يي شکایت درلود بلکې خواړه يي هم نشو خوړلي.

عملیات کوونکی ډاکټر وايي چې ټوله طبې ډله ډیره زیاته حیرانه وه؛ ځکه چې له دې مخکې يي داسې پیښه نه وه لیدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د