افغانستان

طالبانو د کندهار ريګستان ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار لس بجې د دوی نظامي ملګرو د کندهار ولايت ريګستان ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړل، چې تر ماسپيښن يوې بجې پورې يې دوام وکړ.

خبر زياتوي، له سختو بريدو او چاودنو ورووسته امنيتي ځواکونه او د ولسوالۍ مسؤولين د شورابک پر لور په تېښته بريالي شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دې وروستيو کې د هېواد بيلابېلو سيمو کې د بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي تاسیساتو پر ضد د طالبانو بريدونه او چاودنې ډېرې شوي او ورځ تر بلې يې د واک او ځواک سيمه پراخيږي.

دا په داسې حال کې، چې ايساف او ناټو غواړي، چې د ګرد افغانستان امنيتي مسؤوليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري، مګر د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي د سپتمبر په شپاړسمه نېټه پارلمان ته وويل، چې تېرې شپږ مياشتې افغان پوليسو لپاره ډېرې خونړۍ وې او طالبان د ورځې او شپې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

داوودزي زياته کړه، چې د دوی پوليس ايله په ډېره سختۍ د خپلو امنيتي پوستو ساتنه وکړي.

د مرکزي اسيا يو وتلي کارپوه او ليکوال احمدرشيد وايي، چې د هېواد جنوب کې، هلمند او کندهار ولايتونه تر ډېره د طالبانو په لاس کې دي او که هلمند سقوط وکړي،  ټول جنوب به ورسره د طالبانو په کنټرول کې راځي.

وړمه ورځ غربي رسنيو راپور ورکړی و، چې له پنجشير او باميانو پرته ټول هېواد کې پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي تاسيساتو باندې د طالبانو بريدونه او چاودنې روانې دي او ډېر ځايونه داسې دي، چې د ولايت او ولسواليو له مرکزونو پرته پکې ټولې سيمې د طالبانو په لاس کې دي او خلک خپلې دعوې او قضايي پرېکړې د طالبانو پر محاکمو حل و فصل کوي.

د يادونې وړ ده، چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي ايتلافي حکومت له امريکا او ناټو سره امنيتي سند لاسلیک، چې ډېری هېوادوال يې د افغان ولس پر ضرر بولي او له پرونه راهيسې يې په ټولنيزو شبکو کې په خپل غبرګونونه څرګند کړي.

د دې تر څنګ طالبانو هم د ياد تړون اړوند خپل توند او جدي غبرګون ښوولی دی.

طالبان وايي، چې دا تړون به د دوی هوډ او جهادي مقاومت نور هم پياوړی کړي او اوس به هغه افغانان هم د امريکايي اشغال پر ضد وسله وال جهاد ته لاس کړي، چې تر اوسه يې يوازې په خوله د امريکا او ايتلافيانو سره کرکه درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x