نظــر

یرغلګر ته د وزیراکبرخان مډال ورکول

Robert_Gates_L_is_awarded_the_Wazir_Akbar_Khanکرزئ صیب ! ومو منلی چی خپله غوصه څنګه په ښه توګه قابو کولای شی !

او بیامو هم ومنلی چی د لویو چیلنجونو په وړاندی څومره په مهارت قدم اخلی !

که ناخبره خلک دی خبرو ته غوږ شول نو فکربه وکړي چی څومره قاطع او د یوی خبری لرونکئ مشر دئ !

که نابلده او ساده انسانانو ته وغږیدی نو له هرڅه به درتیرشي

او ترخوا به دی ودریږي او همدا وجه ده چی بی شمیره افغانان دی په یوی او بلی تیر ایستلي او ترخوا دی ودرولي او ترلسو کلونو په دی ونه پوهیدل چی ستا د خولی او زړه لاره کومه ده ؟ خو بیا هم ځانونه سره غلطوي

کله چی سخته درباندی راشی نو سترګو نه دی د ناامیدئ اوښکی توییږی

کله چی د پردیو او خپلو ترمینځ راګیرشی بیا تصنعی غوصی کوی

کله چی بیا پوی شی چی غوصه می کار راخرابوي بیا نو دپخلاینی چلونه هم کاروی

بیا کله کله چی په دی وپوهیږی چی د پردیو تله درنه ده نو مخالفینو ته اخطارونه ورکړی خو چی بیا په دی وپوهیږی چی مقاومت ګړندئ شوئ او د ارګ ښیښی درماتی شی نو بیا سوله مل شی او عذرونه شروع کړی

ولا خورا عجیب ولسمشر یی چی نه دی ولس منی او نه دی ولسونه اوبیا دی هم پروا پری نسته او په ځان یی نه راوړی

د بهرنیو هم ترتاپوری یوڅه بنده ده او په دی خو خپله هم پوهیږی چی ترکار وروسته به دی همدوی کار درکوی!!

کله کله یو ناڅاپه رابیدار شی او احساس دی ترخولی حقیقت وباسی خو د څنګ ملګری دی هم داسی څوک نشته چی بدرګه دی کړی او حق درمعلوم کړی لنډه داچی بیرته دی احساس لکه ماشوم وټپوی او بیا په بیغمه خوب ویده شی

چی د هیواد د ازادئ ورځي راشی بیا نو ترتا ازاد څوک نه ښکاری وینا مو د ازادئ ښه ترجمانی کوي ولی چی کله په چپنه کښی سرښکته کړی بیا نو تاته هم بریښي چی ازادی مو لا موده مخکښی بایللی

که د جهاد ورځ لمانځی نوبیا يو پنډ خاوری په شوروی اتحاد ور واچوی او پرخلاف یی د جهاد توره لکه د مومن خان سره کوی خو چی کله د ستیج یوی خوا او بلی خواته راغلی یرغلګر وګوری نو ژبه دی ټکنئ شی او د اوبو غړپ ته اړشی

خو د هیواد اخرینی جریاناتو چی ستا د پاریدنی او اخطار سبب شول ډیر هیوادوال هک حیران کړل او په فکر کښی شول چی داځل به ضرور خبره دغیرت او افغانی غرور په بیه تمامیږی او دانو اخرنئ اخطارشو!!!!!!!!!

خوهماغه د فارسی ژبی متل رښتیا شو چی (ازموده را ازمودن خطااست) یعنی ازمویل شوئ نه ازمویل کیږی او ومو لیدل چی  ستا (کرزی) د اخطار نه دوه ورځی وروسته د امریکا دفاع وزیر کابل ته په ناڅاپی سفر راغئ او ددی پرځای چی ته (کرزئ) ترینه د خپلو هیوادوالو د وینو پوښتنه وکړی او خپل اعتراض او اخطار ورته په تریو تندی مخی ته کیږدی ده ورته دی د وزیراکبرخان لوړ مډال وروباښه او دادی وښودله چی داهرڅه د ولس د غولولو دپاره وه

هغه چاته دی د سترغازی وزیرمحمد اکبرخان مډال ورکړو چاچی لس کاله زمونږ مظلوم ولس او هیوادوال ووژل او ښځی او تورسری یی بی ستره کړی او ځوانان یی د تورو تمبو شاته واچول ماشومان یی ورته شهیدان کړل او هیواد یی د بیا رغونی ترنامه لاندی لوټی لوټی کړ زمونږ شنی ونی او باغونه یی چی کلونه کلونه مو د لوییدو به طمعه تیرکړی وه ووهل او ان چی بسته کلی یی لکه د اسرائیلی خونخوارو په بلدوزرونو راونړول چی د کندهاردژړئ ولسوالئ د درامچی کلئ یی ښه مثال ده چی د زمکی له مخه یی لیری کړ.

هغه چاته دی دا لوی لقب ورکړ چاچی شپه او ورځ زمونږ هیوادوال په خپلو کورونو کښی د چاپو یا چاڼیزو عملیاتو په نامه زورولی او شهیدان کړی یی دی او په ذهنی امراضو یی مبتلا کړی تردی چی سپیو باندی یی داړلی اوددوی د رنګ رنګ باروتو دلاسه اوس دافغانستان ډیری خلک د سرطان په مهلک مرض اخته شوی او همدارنګه ددوی د باروتو او مضرو ګازونو د استعمال له وجی اوس د افغانستان زیات شمیر ماشومان ناقص پیداکیږی او میندی یی هم په ډول ډول مرضونو اخته کیږی چی پدی اړه د هیواد د یوه بادرکه پوهاند ښاغلی داکترمحمد داود (میرکی) راټول کړی شواهد په مطبوعاتو کی کتلای شئ.

نو اوس باید ټول هیوادوال پخپله قضاوت وکړی چی دپرونیو اخطارونو او ناندریو نه پس چی د امریکایی چارواکو یا د دفاع وزیر (ګیټس) لخوا هیڅ داسی پوخ تضمین نه شو وړاندی چی بیا په ملکی وګړو یا کورونو عملیات نه کوي د نن ورځی د مډال ورکول به څه معنی ولری؟ پرون د یرغلګر تر پولی سره ورسیدل او نن بیا ورته د لوی غازی لقب وربښی …..افسوس په داسی حال شه

ابوعمر سروبیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x