افغانستان

اجرایوي رییس رسما کار پیل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): د ایتلافي حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی نن په رسمي ډول اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله خپل کاري دفتر ته ورمعرفي کړ.

په کابل کې اجرایوي رییس خپل کاري دفتر ته د پېژندلو لپاره ځانګړي مراسم برابر شوي وه او ولسمشر اشرف غني احمدزي د لنډې وینا وروسته نوموړی پر څوکۍ کینولو.

اشرف غني وویل چې دی په ډیر افتخار ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرایوي رییس په توګه در معرفي کوي.

که څه هم د ولسمشر اشرف غني د کار پیل د امنیتي تړون په لاسلیکولو و او ددغه تړون له مخې به په افغانستان کې تقریبا ۱۰زره امریکايي او ناټو ځواکونه پاتې شي، چې د عامو خلکو په وینا د تړون لاسلیک د «اشغال» د اوږدلو پر مانا دی خو نوموړی د نوي حکومت د کار پیل په ملي یووالي، اسلامي عقایدو او د افغانانو د جهاد د قربانیو په درک او بنسټ ولاړ بولي.

د تړون د لاسلیکولو سره افغان ولس وايي چې نوي حکومت دغه جګړه لس کاله نوره هم وغځوله او د سولې لاره د ۱۰ کلونو لپاره بنده شوه، خو اشرف غني سربېره پر دې هم وايي چې له جګړې او نفاق څخه ستړی شوی، سوله، ثبات او سوکالي غواړي.

د ولسمشر اشرف غني احمدزی تر خبرو وروسته اجرایوي رییس عبدالله عبدالله له نوموړي مننه وکړه چې د ملي وحدت حکومت په جوړولو مننه وکړه.

که څه هم شننونکي نوی حکومت له پیله ناکام بولي او په وینا يې واک له دوه سرونو سره دی خو عبدالله عبدالله بیا وايي چې د افغانستان په تاریخ کې دغه ډول ملي وحدت حکومت چې سیاسي ملاتړ ولري رامنځته شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx