نظــر

بې دفتره صدراعظم

حبیب مجاهد

د اشرف غني په مشرۍ دملي وحدت دحکومت  ایله دوه شباروزه  پوره شوي مګر داسې خندونکې جنجالونه په کې رابرسیره شوي چې شاید دهیواد په سیاسي تاریخ کې کمساري وي.

ددې جنجالونو له جملې یو هم د موعود صدراعظم ډاکټر عبدالله  او دهغه د مرستیالانو ددفتر د نه شتون مسئله ده، چې لا هم لاینحله پاته ده او دفیسبوکی ټوکمارانو ښه ساعت پرې تیر دی ، هرڅوک له هرې خوا یوه تبصره پرې کوي او ددې ستونزې دحل لپاره خپله طرحه وړاندې کوي.

څرنګه چې ددې حکومت  دمشرتابه تشکیل خورا زیات دی چې دارګ محدوده ودانۍ یې نه شي احتوا کولی نوځکه تراوسه ډاکټر عبدالله او مرستیالان  یي همداسې خانه بدوش د ارګ په څړکانو  دورې دورې ګرځي.

لومړی ویل کیدل چې عبدالله به دولسمشر د لومړي مرستیال په دفتر کې کار پیلوي،خو په هغه اطاق  جنرال دوستم خیټه اچولې، بیا ویل کیدل چې نوموړی شاید دحامدکرزي په نوي جوړ شوي کور کې خپل کار پیل کړي،خو تراوسه هلته هم نوموړي کار نه دی پیل کړی، د ډاکټر عبدالله ملاتړي  امرالله صالح د ډاکټر عبدالله د دفتر د نه شتون ستونزه راپورته کړې او دا یي د اجرایوی رئیس سپکاوی بللی .

خو راشئ وګورو چې د دې ستونزې دحل لپاره عام افغانان په ټولنیزو شبکو کې کوم وړاندیزونه لري چې څه باید وشي .

د عتیق الله پرواني په نوم یو ویب کارونکی لیکي : زه د خیرخانې په دریمه حصه کې یو شپږ اطاقه  کور لرم او حاضر یم چې ډاکټر عبدالله ته یي په کرایه ورکړم  خو به دې شرط چې کرایه به په خپل وخت راکوي، له همسایګانوسره به ښه ګوزاره کوي ، پیشو، چرګان او سپی به نه ساتي .

یو بل هیواد وایي  موعودصدراعظم باید د لویې جرګې په کیږدۍ کې دفتر پرانیزي ، خو داداره امور یو کارمند بیا دې ستونزې ته یو اوږد له طنزه ډک حل موندلی  نوموړی لیکي : د ډاکټر عبدالله لومړني مرستیال ته دې  په ټانک لوګر کې یو سرای کرایه شي یو میز او چوکۍ دې هم رانیول شي او هلته دې خپل اجرایوي کارونه پیل کړي، محقق ته دې په دهبوري یا پل سرخ کې یو اطاق کرایه کړي  ، دغه دوه کسان خو باید له ارګ څخه ممنوع الدخول اعلان شي او ګرسره ارګ ته پرینښودل شي، داکتر عبدالله  ته دې په ارګ کې یو اطاق ورکړي یو چپرکټ دې هم ورته رانیسي ترڅو خپل خوبونه وکړي ځکه رسمي کار خو هسې  نلري .

ځیني لوستونکو نظر څرګند کړی  چې اصلا اشرف غني غواړي ډاکټر عبدالله تږی تر اوبو تیر کړي او خپل دټاکنیزۍ سیالۍ د وخت غچ ترې واخلي،ددوی په باور اشرف غني همدا اوس دا لوبه پیل کړې او شاید ډاکټر عبدالله تر ډیرو ورځو بې دفتر وساتي، او په دې توګه یي خپلو پلویانو ته  خړمخی کړي .

تراوسه معلومه نه ده چې د جان کیري په فرمان د رامنځ شوي  اجرائیه پوست چلوونکی به چیرې اړوي او خپل کار به چیرې پیلوي، ځیني خلک وایي کیدای شي دکار او اجتماعي امورو په ریاست کې کار شروع کړی خو معلومه نه ده چې دغه ریاست به چیرې کډه کوي .

شاید حکومت  د ډاکټر عبدالله لپاره په ارګ کې  د نوي دفتر جوړولو ودانیز کار پیل کړي، مګر دا کار زر ځکه ممکن نه دی چې ژمی را روان دی او د واورو په موسم کې ودانیز کار ډیر مشکلات لري چې پوخ نه راځي  .

تراوسه ډاکټر عبدالله  او مرستیالان یي  بې دفتره ګرځي، اشرف غني له همدې موکې استفاده کوي او درګرده فرمانونه صادروي ، معلومه نه ده چې بالاخره به  دغه ستونزه څرنګه حل شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

برادرم استاد عابد افغانی در مورد دوست جان به جان عبدالله جان بنام لطیف پدرام چیزی نوشته بودند ، ودر آنجا از عبدالله جان مربوطیتش به قوم پشتون یاد آوری ګردیه است، که من در جواب از اصل قضیه سرپوش ماجرا را بدور انداخته ومطلب کوتاهی به خوانندګان ګرامی ابراز کردم که در ذیل عین متن را در اینجا نیز بخدمت بنشر میسپارم ولی با مضاعف یک جمله که مربوط به عنوان این صفحه است و آن اینکه جناب صدراعظم که نه در چارچوب قانوناساسی کشور جا دارند، نه دفتر دارن ، ونه هم پدر دارند!؟ : برادر ګرامی استاد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x