شعـــــرونه

ذوالقافیتین غزل‎

شاعر: حمدالله حلمیار

ترڅو به ماتوې پیره خمار او پيمانه
ښه نه لګي تر منځ مو اعتبار او بهانه

دلمر دچم پیمخې ستا د تورو شپو عاشق یم
در غواړه مي دیدن ته هر سهار او شبانه

ما وتړي په پړي د زمري مخ ته مي غوځار کړي
چي څه غواړي له مانه دا اغیار او زمانه؟

ته ولاړې له دنیا نه خو داستان د قربانۍ دي
را پاته شو جانانه یادګار او افسانه

زما د زړه له کوره ستا یادونه په وتو دي
دا څنګه سر بیل شولو ښارمار او خزانه

زه ځار شومه له یاره یار له مانه حلمیاره
خوښیږي مي بي حده داسي یار او یارانه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x