افغانستان

لوګر کې د اربکيانو وتلی قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): لوګر ولايت څخه تر لاسه شوي، خبرونه وايي، چې د ولايت مرکز ته څېرمه کلنګار کلي کې د اربکيانو مشهور قومندان «غفران» د يوې چاودنې په مټ ووژل شو.

خبر زياتوي، چې قومندان غفران کلنګار کلي، چې په خپله سراچه موټر کې روان و، چې پر موټر يې چاودنه وشوه.

د چاودنې په نتيجه کې قومندان غفران ځای پر ځای ووژل شو او درې ساتونکي يې ټپيان شول.

د لوګر ولايت يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې وژل شوی غفران لوګر کې د اربکي پوليسو بنسټګر و او سيمه کې د يو «ظالم» او «بد کرداره انسان» په توګه پيژندل شوی و.

له دې مخکې هم لوګر کې د اربکيانو مهم قومندانان وژل شوي دي.

څه موده وړاندې کلنګار کلې کې د ملاګي په نوم يو قومندان طالبانو ووژاه او له هغې څه وخت مخکې د اربکيانو يو بل وتلی قومندان ياسين، چې په ياسينک مشهور و، طالبانو د لوګر زرغون ښار نومې کلي کې په يو وسله وال بريد کې وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x