نظــر

دټاکنوکمیسیون صلاحیت د دوی په اختیار؛ که دنوماندانوپه خوښه اوپه راتلونکو ټاکنو کې دنوې فرهنګ مخنیوی

لیکونکی : شیرمحمد((ستانکزی))
دسږني ټاکنو پرسرراولاړ جنجالونه او کړکیچونه، افغانان دڅو میاشتو په تیریدو؛ سخت وځوریدل. اکثرو خلکوته زیات تشویشونه ورولیدلي ؤ، خلکو ته داسې انګیرنې راولاړې شوې وې، چې ګواکې افغانستان دتیرو لسیزوناخوالوسره مخامخ شو. ځینو خلکو داهم ویل، چې دغه ناندرۍ اوانتخاباتي ستونزې دپخواني ولسمشر لخوا رامنځته شویدي، یانې کرزی نه غواړي خپل قدرت څخه پرشاه ولاړشي او دی غواړي، چې دټاکنومسئله نور هم دبن بست لورې ته مخ او کرزی په قدرت پاتې شي. ځینوبیا نورې خبرې کولې.

خواصلي موخه دانه ؤ، چې دغه جوړې شو‎ې ستونزې دپخواني ولسمشر نه؛  بلکې دیو نوماندانولخوا وې. که چیرته د واک پرسرراولاړې شوې ستونزې دپخواني ولسمشرلخوا رامنځ ته شوې واي، نو بیا دواک اوقدرت لیږد هم په دومره اسانه توګه نه لیږدول کیدو. په خپله کرزي صیب دغه رامنځته شوي ستونزې د دواړونوماندانوترمنځ حل کړې، په ځلاووـ ځلاوو د نوماندانو ترمنځ يي منځګړیتوب وکړل، نه غوښتل چې دغه د دیارلسوکلونو؛ سترې لاسته راوړنې بیاځلې  دمرمیواوتورو لوخړو خوراک شي.

رابه شو اصلي موضوع ته هغه داچې، په افغانستان کې دټاکنو بهیر سږکال ملت ته خپل بریالیتوب ونه بریالیتو ب وښودل. سږکال خلکو په شوق اومیړانه توګه په  لومړۍ او په دوهم ځل ټاکنوکې  خپلې رایې وکارولې، کله چې د ټاکنو کمیسیون لخوا صلاحیت او مسؤلیت  یونوماند لاسته کړل، ملت ډیرمایوسه او دخپلو رایو په کارولوپښیمانه شول.  داولې؟ دټاکنوکمیسیون باید یونوماند ته هم دا اجازه نه وای ورکړې، چې د دوی په چاروکې لاسوهنه وکړي. که نوماندانو هرڅه ویلي واي، نه باید کمیسیون خپل ضعف په ډاګه کړي نه واي.

ځکه کمیسیون سره دټولو نوماندانولاسلیکونه ؤ د ټاکنو هره فیصله چې قانوني بڼه درلوده دوی په هرډول باید منلې وای. بله موضوع د ټاکنو کمیسیون خپل صلاحیت صلبول، هغه داچې دپایلو اعلان بې له سلنې او ارقامو افسوس په دې خپلواک کمیسیون. آیا په افغانستان کې ټاکنې ونه شوې، د رایو شمیرنه دوه ځلې د دواړونوماندانواو دملي اوبین المللي څارونکوپرواندې  ونه څیړل شوې. نوبیا… دټاکنو خپلواک کمیسیون؛  داځل يی  باید په جدي توګه که هرڅومره له ګواښونو سره مخامخول، خپله ایماني او وجداني پریګړه يي له ملت سره شریکه کړي واي.

دټاکنوکمیسیون  صلاحیت نه لرې، چې دټاکنو پایلې  بې له ارقامو او درایو سلنو له مخې اعلان کړي .  دټاکنو کمیسیون  دپایلو داعلانولو وروسته  وايي، چې د ټاکنو دپایلو سلنه او ارقام څو ورځې وروسته دخلکو په واک يی ورکړل شي. ولې؟ خو بیا  به موپایلې په هماغه ورځ اعلان کړي وې .

دهمدې خبرو څخه معلومه شوه، چې دکمیسیوون واک او صلاحیت دبل چاپه لاس کې دي، خیرهرڅه وو تیرشول. خوبیا هم ټاکنې کیږي. مونږ دراتلونکې په غم کې یوو. هغه داچې په ټاکنو کې داسې فرهنګ مو دود کړل، چې بیا به په انتخاباتوکې بایلونکی شتون ونه لري، ټول به ګټونکي وي. څومره دجالب  وړخبره ده.

نو بیا ټاکنوته اړتیا نشته پریږدئ، په خپله تاسو انتصابي ولسمشر وټاکئ. بس دقانون خلاف اصول مونږافغانان نه منو، هرکار او عمل دقانون پرمطابق مونږته دمنلو وړدی. داوسني ولسمشرنه غوښتنه دټولو افغانانوداده، چې دټاکنو کمیسیون په چارو کې بدلون راولي.  داسې قانون دې ورته وضعه کړي، چې هیڅ یونوماند خلاف دهغه کار وکړئ.

دبایلوونکو نوماندانو لپاره نه باید نوې تشکیلات رامنځ ته شی او هغوی په دندو وګمارل شي، ځکه بیا په ټاکنوکې ډیر نوماندان برخه اخلي اوکه بایلونکي هم شي، خپله ماتې نه منئ او وايي  چې مادې دغې څوکې ته وګماري او که نه نو بیا دټاکنې پایلې نه منم. همدا دنه منم خبره ؤ، چې دټاکنوچارې يي له شرمه ډکې وښودې او دخلکو زړونه يي دراتلونکو ټاکنو کې د ګډون نه مات کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x