نظــر

د وېنا او عمل توپیر

لیکوال: جمیل الرحمن ندیم

هر هغه کس چې د وینا او کړنې تر منځ يې توپیر وي شرعا او عرفا هر چاته منفور وي.په تیره بیا که یو مشر په دې مرض اخته وي نو نه یواځې د ولس په منځ کې منفور او بې باوره وي  بلکې واک او ځواک دواړه يې دوام نه کوي او ډیر ژر د الهي عذاب سره مخ کیږي.

ولسمشر ډاکټر اشرف غني څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ د لوړې په ترڅ کې، چې کومه لوړه وکړه یوه لنډه کتنه ورته کوو چې دی په خپلې لوړې کې څومره ریښتینۍ دی.

ده وویل(د لوی خدای په نامه لوړه کوم، چې د اسلام د مقدس دین اطاعت به کوم او ملاتړ به یې کوم). په داسې حال کې چې له لوړې يې څو ورځې تیرې نه دي او ده د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.چې دا کار يې په ښکاره له اسلامي احکاماتو سر غړاوی دی.ملت او خاوره يې د خونخوارو غیږې ته ورواچوله او د خاورې رسمي قباله يې ورکړه.

( اساسي قانون او نور قوانین به مراعاتوم او د تطبیقولو مواظقبت به یې کوم)

له دې خبرې شیبه وروسته يې اجرایوي رییس او د ده مرستیالانو ته لوړه ورکړه چې دا يې ښکاره په اساسي قانون پښه کیښوده.تر دې وړاندې نه په اساسي قانون کې د دې پوسټ یادوونه شوي او نه اجرایوي رئيس ته ورکړل شوي صلاحیتونه د اساسي قانون تر چتهر لاندې دي بکلې صراحتا له اساسي قانون سر غړاوی او د مقابل لوري زور ته تسلیمیدل دي.

(. د افغانستان د خاورې د ملي حاکمیت او استقلال ساتنه به کوم او د افغانستان د ګټو او خلکو د حقونو حفاظت به کوم)

ایا د خاورې تحفظ او استقلال ساتنه دا ده چې د پردیو لمن ته يې ورټیل وهو؟

(او د لوی خدای په مرسته او د ملت په ملاتړ به له خپلې هڅې سره سم، د نېکمرغۍ او د هېوادو او خلکو د پرمختګ لپاره کار کوم)

ولسمشره! تا چې له لوړې څو شیبې وروسته د لوړې په الفاظو پښه ورکیښوده دا تمه درڅخه بې ځایه ده، چې هیواد ته به نیکمرغي راولې.تا چې د خپلې رايې حفاظت ونه کړای شو موږ درڅخه څنګه د ځان د حفاظت تمه لرلای شو؟

ولسمشره! ستا پام و؟ په کوم کتاب چې دې لوړه وکړه هغه د ډیر زورور ذات له لوري رالیږل شوی او هغه ذات د خپل کتاب سپکاوئ نه بخښي.

ولسمشره! د کسری تاریخ دې نه دی لوستی؟ چې کله يې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم یو خط پارچه پارچه کړ نو څو ورځې وروسته يې پاچاهي داسې ونړیده چې بیا کله هم جوړه نه شوه. مګر تا بیا د دغه پیغمبر د رب په کتاب لوړه وکړه او څو شیبې وروسته دې هیره کړه،دا کار دې تا لپاره نیک فال نه بولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x