افغانستان

سیداباد کې سرتیري برید ۲۰ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد پلازمېنې کابل ته څېرمه ولایت میدان وردګ  په سیداباد ولسوالۍ کې د اربکیان پر پوستې سرتیري برید ۲۰ اربکیان وژلي.

د میدان وردګ ولایت د والی ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې سرتیر برید د تونس موټر په وسیله ماسخوتن شاوخوا ۸ بجې وشو.

خوږیاڼي زیاته کړې چې سرتیري بریدګر د سیداباد د کچ کلا په سیمه کې لومړی د اربکیانو پوستې ساتونکی لومړی په ډزو سره وژلی او بیا یې خپل موټر ته د پوستې په دروازه کې چاودنه ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې برید د دوی ملګري لخوا چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی و، د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر پر مټ ترسره شو.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی ملګری د یو بل نفوذي ملګري په وسیله توانېدلي څو پوستې ته داخل شي او هلته بیا موټر ته چاودنه ورکړي.

طالب ویاند د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې په برید کې د پوستې دننه ۲۰ پولیس (اربکیان) وژل شوي او یو هم ژوندی نه دی وتی.

«دعيني شاهدانو په وينا برید دومره قوي وو چې ټوله سیمه يې په اور کې وپوښله او د پوستې څخه يو ساتونکی پوليس هم ژوندی نه ده وتلی.»

د نوموړي له قوله په پوسته کې د قومندان شیرخان په ګډون ټول ۲۰ پولیس وژل شوي او د ۲ رینجرو موټرو په ګډون ۶ موټر سایکلونو په ټولییزه توګه له منځه تللي.

خو د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی بیا وايي چې په برید کې ۸ اربکیانو ته مرګ  ژوبله اوښتې او پوسته هم زیانمنه شوې.

د میدان وردګ ولایت د سرتیري برید په داسې حال کې ورکول کیږي چې نن سهار د کابل په ختیځ او لویدیځ کې دفاع وزارت د کارکوونکو پر موټرو سرتیري بریدونه وشول چې په ترڅ کې د ملي اردو لسګونو افسرانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

همدا راز  د کندهار ولایت د ریګستان ولسوالۍ طالبانو ونیوله او په لوګر کې د اربکیانو ستر قومندان غفران وواژه.

له پرون راهیسې دا څلورم سرتیری برید دی چې په اربکیانو، اردو او پولیسو ترسره کیږي.

طالب ویاند  په بریدونو کې تېزوالی  د امریکايي ځواکونو سره د حکومت امنیتي تړون غبرګون ښيي.

«له امریکا سره د تړون څخه وروسته دافغان مجاهد ملت دقهر څپه دومره په جوش راغلي ده چې د دښمن بیخ به وباسي او د وينو په نذرانه سره به دا هېواد له امریکايي  اشغالګرو او مړ سترګو مزدوران څخه يي وژغوري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x