fbpx

امریکايي رسنۍ دفیض آباد روغتون دنسايي ولادي څانګې ښځینه ناروغانو محرم انځورونه خپاره کړل

Getty Imagesنومې امریکايي انځوریزې رسنۍ دبدخشان ولایت  په مرکز فیض آباد کې  ددغه ولایت  دمرکزي روغتون  دښځینه څانګې  هغو میرمنو کومې چې دماشوم  دولادت په حال کې قرارلري یوشمیربي ستره  انځورونه خپاره کړل .

نوموړې رسنۍ د دغو تصویرونوپه تشریح کې  دهماغو میرمنو کومې چې دماشوم دزیږون په حال کې په ډیرنامناسب حال

کې لیدل کیږي  دنوم  اوعمر هم بشپړتفصیل ورکړی دی.

 

په تصویرونوکې ددغه روغتون ښځینه طبي پرسونل هم ښکاري اوداسې مالومیږې چې دغه تصویرونه دهغوئ په خوښه اخیستل شوي وي .

که څه هم چې خبري رسنۍ دخپل رسنیز مسؤلیت له مخې حق لري چې دروغتونونو په شمول  له هرځایه خپل خبري رپوټونه ترتیب او دخلګو دمالوماتو لپاره یې خپاره کړي ،خودافغانستان غوندي په سنتي ټولنه کې  دداشانې تصویرنو خپره ول چې هغه  دافغاني ټولنې له مذهبي اوکلتوري روایاتوسره په ټکرکې وي خپرول مطلقایوقانوني جرم اومرتکب یې تر قانوني مجازات لاندې نیول کیږي.

له‍ذا دافغانستان دعامې روغتیاوزارت دامکلفیت لري چې دهیواد د ټولو روغتونونو په تیره دښځینه ولادي نسايي څانګو طبي پرسونل ته جدي سپارښتنه وکړي چې له طبي ضرورته  پرته  دعامه رسنیو له لوري د داشانې  نامناسبو انځورونو له  اخیستلو او په خپلو رسنیوکې له خپرولو په جدي توګه  ډ ډه وکړي .

ځکه درسنیو دغه شانې غیر مسؤلانه اقدام  ددې په ځای چې دافغان میرمنو له ناوړه حالت سره مرسته وکړي لاتاوان ورته رسوي ؛ له دي خاطره چې افغانانو ته دخپلو میرمنو اوناموسونو دستر موضوع  ډیرحیاتي مسأله ده ، که هغوئ په دې وپوهیږي چې دهیواد په روغتونونوکې یې دمیرمنوستر خوندي نه دی  اودخوندیتوب په ځای یې  دبي سترۍ انځورونه  په بهرنیو رسنیوکې خپریږي بیا که خدای مکړه دهغوۍ میرمنې مرې هم  دماشوم دصحي زیږون لپاره یې  روغتون ته نه لیږي .

(جانګل )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د