افغانستان

لطيف پدرام خپل ځان د سياسي اپوزيسيون مشر اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د نوي ايتلافي حکومت له اعلان وروسته ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي لطيف پدرام وويل، چې د ايتلافي حکومت تړون د پرديو پر لاس شوی او دوی هيڅکله د دغسې يو حکومت منلو ته تيار نه دي او تېره ورځ يې د لويې جرګې په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې دی به د حکومت پر وړاندې د سياسي اپوزيسيون دنده ترسره کوي.

د ډاکټر اشرف غني پلويان وايي، چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د شوي تړون له مخې به د اپوزيسيون مشر د ولسمشر لخوا ټاکل کيږي، مګر لطيف پدرام وايي، چې د حکومت له لوري ټاکل شوی اپوزيسيون پر حکومت سمې نيوکې نشي کولای، له همدې امله دی خپل ځان د نوي ايتلافي حکومت د اپوزيسيون د مشر په توګه اعلانوي.

بل پلو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند وايي، چې د اپوزيسيون د مشر ټاکل د اجرايوي ريس له مسؤوليتونو څخه دی.

داصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند پر کرزي تور ولګاوه، چې تېرو څوارلسو کالو کې يې اپوزيسيون ته هيڅ اهميت نه دی ورکړی، مګر دوی به خپل حکومت کې اپوزيسيون ته پوره ونډه ورکړي، چې حکومت سره په قانون جوړونه او نورو مهمو کارونو کې بشپړه برخه واخلي.

د دواړو لوريو تر منځ د ايتلافي حکومت د هوکړې پر مهال پخواني ولسمشر حامدکرزي وويل، چې ملي حکومت کې اپوزيسيون ته هيڅ اړتيا نشته.

تېره ورځ لطيف پدرام د لويې جرګې په تالار کې اعلان وکړ، چې نوی ايتلافي حکومت د پرديو پر غوښتنه رامنځته شوی او هيڅ قانوني ارزښت نه لري.

د پدرام د وينا پر مهال يو شمېر ګډونوالو د غونډې له منځه نارې کړې، چې «مرګ پر هغو مشرانو چې موږ ته يې زموږ د رايو څخه د دفاع ژمنه راکړه، مګر بيا يې د خپلې څوکۍ لپاره زموږ پر رايو معامله وکړه او د سهامي شرکت غړي شول.» دغه مهال د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويانو د يادو شعار ورکوونکو کسانو پر ضد فزيکي غبرګون ښکاره کړ او له هغې وروسته غونډه د ګډوډيو ښکار شوه.

دغوغا پر مهال لطيف پدرام او د غونډې مسؤولينو هڅه وکړه، چې غونډه ارامه کړي او خلک پر خپلو ځايونو کينوي، مګر نوموړي مسؤولين تر ډېره په خپلو هڅو کې پاتې راغلل.

له څه وخت ناندريو او شخړو وروسته يو شمېر ګډونوالو غونډه پرېښوده او له هغې وروسته لطيف پدرام خپل ځان د اپوزيسيون د مشر په توګه اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

دحامد کرزی حکومت داسی یو حاکمیت وو چی د جنایتګارانو دمندوی حیثیت یی درلود، هلته هم جاسوانو په حکومت کی ګډون درلود او هم ملی خاینین پکی موجود وو، او هم لویی مافیایی دلی ، همداسی هر راز لوی او واړه خاینین او هیواد پلورونکی پکی خپل ځای درلود، دیر لږ ملی او هیواد دوسته کسانو چی حتی په نیست کی شامل وو ، دکرزی په . حکومت کی او هغه هم عاطل او باطل او بی صلاحیته استقامتونو کی بوخت وو کرزی چی بخپله بیکفایته ، بی درایته ، نادانه او سُست عنصر کس وو ،ځکه یی و نشوای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x