افغانستان

کابل کې د ملي اردو پر کاسټر سرتيري بريد شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل دوغ اباد سيمې سره د ملي اردو پر عسکرو سرتيری بريد شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې ريشخورو فرقې ته څېرمه د دوی يو ملګري د ملي اردو پر عسکرو سرتېری بريد کړی، چې د ملي اردو عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د لومړيو معلوماتو له مخې ياد بريد د ملي اردو پر کاسټر موټر شوی، چې شاوخوا دېرش تنه د ملي اردو افسران پکې سپاره وو.

مجاهد زياتوي، چې کاسټر په بشپړه توګ له منځه تللی او ډېره سپارلۍ يې وژل شوي او پاتې نور يې ټپيان دي

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

د پېښې په اړه به نور معلومات لږ وروسته خپاره شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x