خبرتیاوی او پیغامونهنظــر

د لوی اختر په مناسبت د ملا محمدعمرمجاهد پيغام

طالبانو د تل په څېر يو ځل بيا د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد اختريز پيغام خپور کړی، چې د اختر مبارکۍ تر څنګ يو شمېر اړينو مسايلو ته په اشاره شوې ده.
طالبانو ټولو رسنيو ته دغه پيغام لېږلی او موږ يې هم کټ مټ خپلو لوستونکو ته خپروو

د نېکمرغه لوي اختر د رارسېدو په مناسبت دعالیقدر امیرالمؤمنین د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد
الحمد لله وحده، نصر عبده وأعز جنده وهزم الأحزاب وحده لا إله إلا الله ولا نعبد إلا إياه مخلصين له الدين ولو كره الكافرون, والصلوة والسلام علی من لا نبي بعده وعلی آله وصحبه أجمعين وبعد :
فقال الله جل وعلا: « وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ » الأنفال. 26
د افغانستان مؤمن او مجاهد ملته، د عزت او آزادۍ د لارې ټولو مجاهدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو! نیکمرغه لوی اختر مو مبارك، د الله جل جلاله په لاره کې ټول طاعات او قربانۍ مو الله تعالی قبولې کړه!

مجاهد ولسه!

د اشغال په وړاندې ستاسي جهاد او بې دریغه قربانیو د الله جل جلاله په نصرت امریکایان، او د هغوی غربي ایتلافیان او داخلي ملاتړي ټول له شکست سره مخ کړي دي، د افغانستان لپاره د هغوی ټولې استراتیژۍ بي اغیزې او سیاسي هلي ځلې یې د ناکامي ترڅنګ له ښکاره فضیحت او رسوايي سره مخ دي، چي د امریکا په مشرۍ په ویلز کې د ناټو بې نتیجې سرمشریزه، په افغانستان کې د ټاکنو ترنامه لاندې وروستۍ رسوايي او د اسلامي امارت د مجاهدینو مسلسل پرمختګونه يې ښکاره ثبوتونه دي.
درنو هېوادوالو!

تاسو به اوس لا ښه پوه شوي یاست چې امریکایي یرغلګرو په تاسو څومره نا اهله او د پردیو ګټو ته وفادار مسلط کړي دي، او د ۱۳ کالو په اوږدو کې تاسو ولیدل چې د اشغالګرو او د دوی د داخلي ملګرو له خوا پر ولس څومره ظلمونه وشول .

د اشغال تر سیوري لاندې د ټاکنو اوږده او جنجالي بهیر وښوده، چې د هر ې ورځې په تیریدو سره د یرغلګرو اعتبار او حیثیت ته لازیات زیان اوړي، لکه څرنګه چي موږ مخکې ويلي وو، نړیوالو او هیوادوالو ولیدل، چې د ټاکنو په نامه تبلیغ شوې پروسه هسې د ولس د تېر ایستلو لپاره وه او د افغانانو رایو یوازې نمایشي بڼه درلوده.

امریکایان نن په افغانستان كې د خپل تاریخ په ترټولواوږدې جګړې کې راګیر دي، د دې جګړې ملاماتوونکي نظامي اومالي خسارات اوپه نړۍ واله سطحه د امریکاحیثیت رالویدل هغه څه دي چې د امریکا د زوال نښې ترې ښکاریږي.

د سپینې ماڼۍ سربداله چارواکي د مايوسۍ په حالت کې د دغې تاواني او نه ګټونکې جګړې د ګټلو هڅې کوي، خو د ګټلو ټول احتمالات يي بایللي دي او كوم داخليان چې امریکایان یې د مجاهدینو په مقابل کې جنګوي هغوئ روحیه له لاسه ور کړې او د داخلي ژورو اختلافاتو ښکار دي.

مجاهدينو وروڼو!

د دې لپاره چې مونږ له خپل جهادي مقاومت څخه نوره هم مطلوبه ګټه ترلاسه کړو او دښمن مو نورهم په ټولو جهادي ډګرونو کې تر لا ډير فشار لاندې راوستى وي باید لاندې لارښوونې په ټینګه په پام کې ولرئ:

د خپل جهادي صف وحدت ته ډیر متوجه شئ! له ولس سره په ښو اخلاقو، ترحم او نېږدې اړیکو ولسي حمایت نور هم مضبوط کړئ، ځکه د الله تعالی تر نصرت وروسته زمونږ د جهادي صف ټولې بریاوې د همدې ولسي حمایت محصول دي.

الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي: «هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ.» الأنفال ۶۲ .
ژباړه : الله تعالی هماغه ذات دی چې په خپله مرسته او دمؤمنانو په وسیله یي ستا ملاتړ وکړ.

له دې آیت کریمه څخه ښکاري چې د عامو مسلمانانو ملاتړ له ځان سره درلودل، دبریا ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دي، تر دې چې الله تعالی یې خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دخپل يو انعام په ډول ځانګړې یادونه کوي. نو که مجاهدین او ولس نور هم د جهادي پلانونو په پر مخ بیولو کې د نظر او عمل یووالی ولري, ان شاء الله حتما به د جهادي بریاوو کچه لوړېږي، او پر د ښمن به يي اثر ډیرزیات وي.

داچې خارجي یرغلګر له ماتې سره مخ دي، اوس ډیر په دې هڅه کې دي چې د افغان ولس ترمنځ د بېلابېلو تنظیمي، قومي، منطقوي او مذهبي اختلافاتو په راژوندي کولوسره له افغانانو څخه دخپل شکست بدل واخلي، زموږ ویښ ولس او مجاهدین باید کوښښ وکړي چې د دښمن دغه توطئه هم د خپل وحدت په ساتلو سره شنډه, او له ټولو هغو کارونو څخه په کلکه ځان وساتي كوم چې دافغان مسلمان ولس وحدت ته زیان رسوي.

له یرغلګرو امریکایانو او متحدینو سره یې زمونږ د جهاد موخه دالله تعالی رضا, د اسلامي نظام حاکمیت، د اشغال خاتمه, د هېواد دفاع او بې له کوم توپيره د ځوریدلي ولس هوسايي او آرامي ده، له‍ذا مجاهدين باید خپل ټول جهادي پروګرامونه په داسې ډول عیار کړي چې پورتني اهداف په عملي توګه متحقق او ثابت شي.

د جهادي او نظامي فعالیتونو د بریالیتوب لپاره ټول هغه کوښښونه اوهلې ځلې جاري وساتئ کوم چې دجهادي صف د تقویې لامل ګرځي.

د امریکایانو او داخلیانو په جنګي کرښوکې د نفوذي مجاهدینو د نفوذ او د هغوی له لیکو څخه د لوړ پوړو چارواکو او امنیتي منسوبینو را دعوتولو ته په خپلو اولویاتو کې ځای ورکړئ.

د نفوذي مجاهدینو او د هغوی د کورنیو او اولادونو پالنې ته ځانګړې توجه وکړئ او د دښمن له صف نه د راوتلیو کسانو لپاره دامن ترڅنګ دخپل توان سره سم د باعزته ژوند امکانات برابرکړئ.

اسلامي امارت د نظامي هلو ځلو ترڅنګ له نړیوالو معتمدو جهتونو سره د مثبتو روابطو په قائمولو سره لوړو اهدافو ته د رسیدو هلې ځلې کوي او د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه یې د خپلو نشراتي امکاناتو او سیاسي دفتر له لارې نړیوالو ته خپل پیغام رسولی دی.

باید ووایو چې په سیاسي برخه کې له ټولو بهرنیو او کورنیو لوریو سره تماس ساتل او اړیکې جوړول د افغانستان د اسلامي امارت تر سیاسي دفتر پورې تړاو لري او د مشرتابه له اجازې پرته هېڅ لوری او شخص حق نه لري چې د اسلامي امارت په استازیتوب له کوم بهرني یا کورني سیاسي لوري یا شخص سره اړیکې ونیسي.

له امریکایانو پرته چې لا هم زمونږ د هېواد او قضیې په اړه له ناسالم چلند څخه کار اخلي، نور نړیوال زمونږ د داعیې په اصالت او حقانیت پوه شوي دي، هغوی ته دا څرګنده شوې چې اسلامي امارت له خپلو معتقداتو او هېواد څخه د دفاع لپاره وسلې اخیستلو ته اړ کړل شوی او د ا د هغوی مشروع حق دی.

امریکایان چې خپلو شومو اغراضو ته د رسېدو لپاره زمونږ پر خلاف تبلیغات کوي، هغه اوس ظاهرا یوازې په امریکا پورې تړلو حلقاتو باندې اغېز لري.

موږ به نورهم له خپلې قضیې د مشروع دفاع په لاره کې خپلې هر اړخیزې نظامي او سیاسي هلې ځلي جاري وساتو، د اشغال خاتمه او په هیواد کې یو مقتدر اسلامي حاکمیت رامنځته کول، د ولس امنیت او آرامي د دغو هلو ځلو اساسي موخې دي .

د دې غوښتنې تحقق ته به د الله تعالی په نصرت اوبیا د خپل مسلمان ولس د فداکاریو او سرښندنو په وسیله رسیږو.

په الله عز و جل به توکل کوو او له الله جل جلاله څخه به د توفیق غوښتنه کوو.

د تیر رمضان المبارک او شوال المکرم په میاشتو کې د فلسطیني ولس بي ساري مقاومت او د دې سختې معرکې ګټل د ټولو مسلمانانو لپاره دافتخار وړ دي ، سوال کوم چي الله تعالی دې همیشه متحداو کامیابه لري ، په اسلامي نړۍ کې د امریکا مکرره مداخله د امریکا د غلطو اوناکامه پالیسیو تکرار دی چې د ټولو جهتونو په زیان تمامېږي .

له دې موقع نه په استفادې سره له ټولو مسلمانانو څخه هیله کوم چې د اختر او قربانيو په دې مبارکو ورځو کې ناداره او بې وزله هېوادوال، مجاهدين، مهاجرین، د شهیدانو او اسیرانو کورنۍ، يتيمان او کونډې په خپلو مرستو کې یاد وساتي، او تر وسه وسه ورسره د اختر په خوشحاله تیرولو کې مرسته وکړي.

دا چي په تیر وخت کې په دې برخه کې ډېرو اهل خیرو مرستي کړي دي او کوي یې له هغوئ نه مننه کوم او له الله تعالی نه ورته ډيرډېر اجرونه غواړم .

په پای کې د نیک مرغه لوی اختر له مبارکیو سره یوځای د مجاهدینو د وروستیو جهادي بریاوو مبارکي درته وایم.

الله تعالی دې دا نیکمرغه لوی اختر د افغانستان اوټول اسلامي امت دهوسايۍ او نیکمرغۍ اختر وګرځوي، او مستضعف مسلمانان دې الله تعالی په ټوله نړۍ کې د متجاوزو ظالمانو له شره وژغوري.
والسلام.

د اسلام خادم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد
۱۴۳۵/۱۲/۸ هــ ق
۱۳۹۳/۷/۱۰ هـ ش
2014/10/2 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x