افغانستان

دوهم تعقيب: کابل کې د کومانډو افسرانو پر کاسټر سرتيري بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): نن سهار نژدې اووه بجې د کابل ښار شپږمې حوزې دوغ اباد سيمه کې د ملي اردو کومانډو افسرانو پر کاسټر سرتيري بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې نن سهار وختي شاوخوا اووه بجې يې دوغ اباد سيمه کې د يوې درنې چاودنې غږ واوريده، چې له امله يې سيمه کې وېره او ترهه خپره شوه.

د کابل پوليسو وياند حشمت الله ستانکزی وايي، چې دوغ اباد سيمه کې د ملي اردو پر کومانډو افسرانو سرتيري بريد کې لږ تر لږه درې افسران وژل شوي او اووه نور ټپيان دي، خو د دفاغ وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي رسنيو ته وويل، چې نوموړي بريد کې درې عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، چې سيمه له پېښې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او هيڅوک دغلته تګ راتګ نشي کولای.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه سرتېری بريد د محب الله هلمندي په نوم د دوی يو ملګري د واسکټ په واسطه ترسره کړی دی.

مجاهد زياتوي، چې کاسټر کې د ملي اردو شاوخوا دېرش کومانډو افسران سپاره وو، چې ګڼ يې وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا، د پېښې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم سهار وختي د ملي اردو پر بسونو د دوو سرتېرو بريدونو په نتيجه کې نژدې دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالبان وايي، چې دا بريدونه د کابل او واشنګټن تر منځ د شوي تړون په اړه لومړني غبرګونونه دي او دوی به په دې اړه خپلو بريدونو او چاودنو ته نور هم زور ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x