ورزش

افغان کرکټ لوبډلې نیمه پایلوبه کې د هانګ کانګ پښې لاسونه مات کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د جنوبي کوریا په انچواین ښار کې روانو اسیايي لوبو کې افغانستان کرکټ لوبډلې په نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.

افغانستان تر دې وړاندې نیپال ته په کواټرفاینل کې په ۸ منډو ماتې ورکړې وه او نیمه پایلوبې ته وتی و.

ننۍ  سیالۍ کې افغانستان پچه وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه يې وکړه.

افغانستان د ډير ښه توپ اچونې پر مټ وتوانېد چې په ۲۰ اورونو کې هانګ کانګ تر ۸۸ منډو محدود کړي.

په توپ اچونه کې نعیم بړیڅ، کریم صادق او محمدنبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول او فرید احمد  او امیر حمزه یو یو لوبغاړی وسوځولو.

د افغانستان د توپ وهنې پر مهال باران پیل شو او د کرکټ د قوانینو له مخې افغانستان ته د ګټلو لپاره په ۱۵ اورونو کې ۷۲ منډې ورکړل شوې.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد د تېرې سیالۍ په څېر ښه لوبه وکړه. نوموړي په ۲۸ بالونو د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو پر مټ ۴۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې بریا ورنصیب کړه.

افغانستان په ۱۲م اور کې د ۲ ویکټونو په سوځېدو هانګ کانګ مات کړ او پایلوبې ته ووت.

افغانستان سبا د بنګلادیش سره پایلوبه کې مخامخ کیږي.

د کرکټ د بریاوو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د افغانستان د فټبال ټيم پرلپسې ۵ سیالیو د بایللو له امله د فټبال فیدراسیون لوبډله منحل کړه او له سره د نوې لوبډلې په جوړولو کار پر سر شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x