
د ناروې پخواني صدراعظم د ناټو سرمنشي وټاکل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ناروې پخوانی صدراعظم ين سټولنبرګ د ناټو نوی سرمنشي وټاکل شو.
ين سټولنبرګ د اندرس فوګ راسموسن پر ځای د ناټو سرمنشي ټاکل شوی دی.
ين سټولنبرګ سټولنبرګ له دې مخکې اته کاله د ناروې د کارګر ګوند لوړپوړی غړی او د ناروې صدراعظم پاتې شوی دی.
د ناټو پخواني سرمنشي راسموسن بريتانوي ورځپاڼې «انډيپينډينټ» سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ناټو په تاريخ کې د نړۍ اوسني نظامي حالات د پخوا په پرتله ډېر ترينګلي دي.
راسموسن زياته کړه، چې اوکراين کې د روسيې مداخله او افغان کشاله د ناټو لپاره تر ټولو زياته د پام وړ موضوعات دي.
د ناټو نوي سرمنشي ښاغلي ين سټولنبرګ روسيې ته ويلي، چې د اوکراين په اړه په خپله پاليسۍ له سره فکر وکړي او دغه کشاله د نړيوالو قوانينو په رڼا کې پای ته ورسوي.