
د فیسبوک پر خلاف نوې ویب پاڼه پر لیکه شوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د نوې اجتماعي شبکې «ایلو (Ello)» بنسټ ایښودونکي بي بي سي ته په مرکه کې ویلي چې هر ساعت ۳۱۰۰۰ انټرنټ استعمالونکي د دې اجتماعي شبکې غړیتوب حاصلولو لپاره وړاندیزونه استوي.
د امریکا د ورمونټ ایالت اوسیدونکی پال بونټز (Paul Bonts) وايي چې دغه ګروپ یی خپلو ۹۰ تنو ملګرو سره د اړیکې ساتلو لپاره جوړ کړې و.
نوموړی وايي چې د اګست په اوومه يي د دغې ویب پاڼې عامولو فیصله وکړه او د دې موخې لپاره د اعلاناتو څخه د استفادې کومه اراده نه لري.
د پورتنیو اقداماتو پر بنسټ دغې اجتماعي نیټ ورک ته د فیسبوک مخالف نیټ ورک ویل کیږي.
کارپوهان وايي چې د ایلو اجتماعي شبکه پیسې اخیستل د ځینو خدمتونو په بدل کې به دې شبکې شهرت ته لویه ضربه ورسوي.
ایلو ویب پاڼه ډیره ساده ده او د نورو اجتماعي شبکو په څیر د استعمالونکې لپاره يي استعمال آسانه نه ده.
پال بونټز بي بي سي ته وویل: مونږ وخت تیریدو سره نور هم زده کوو او مونږ سره ډیر ماهره کارکوونکي شته دي.
بونټز په وینا تر اوسه د دې شبکې بیټا (امتحانې) ورژن موجود دی چې ځینې مشکلات هم لري خو ډیر زر به دغه خنډونه له منځه یوړل شي.
بونټ وايي چې د ده لخو جوړه شوې شبکې ته د فیسبوک ضد شبکه ویل ده لپاره افتخار دی خو هغه خپله شبکه د فیسبوک ضد نه ګڼي.
نوموړي په وینا ایلو د عوایدو لاسته راوړني وسیله د دې خدماتو په بدل کې حاصل شوي پیسې دې:
د یو ایپ سټور په توګه مونږ خپل خاص خدمتونو په بدل کې پیسې اخلو.
ټیکنالوژي څیړونکې کمپنۍ فوریسټر یو کارپوه جیمز میکویوي په نظر د دې ډول شبکو یوازې مفت کارول د دوي د شهرت سبب ګرځیدلی شي.
نوموړي وویل چې اجتماعي شبکې لکه واټس اپ او انسټاګرام ځکه مشهوره دي چې لګښت نه لري.