ټکنالوژي

مایکروسافټ «وینډوز ۱۰» بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): کمپیوټري ټکنالوژي په برخه کې پیژندل شوي کمپنۍ مایکروسافټ خپل نوی آپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ په اړه معلومات ورکړل.

دغه وینډوز به د وینډوز ۸ ځای ونیسي. دغه آپریټنګ سیسټم څخه په موبایل، ټیبلیټ، پي سي، ایکس باکس او ځینو نورو برقي آلو کې ګټه پوره کیدی شي.

وینډوز ۱۰ که به سټارټ مینو هم شامل وي چې د کمپنۍ په وینا د دې څخه هدف د دواړو پخوانیو وینډوزونو ۸ او ۷ کاروونکو جذبول دي.

نوی آپریټنګ سیسټم کې به د خوښي اپلیکیشنز فهرست سربیره لایف ټایلز (tiles) چې ځینې اپلیکیشنونو لکه د فیسبوک میسجونه او هوا حالات په چټکه توګه درښيي موجود وي.

وینډوز ۱۰ کې د سټارټ مینو او اپلیکیشن فهرست لوي او کوچني کولای شو.

یاده دې وي چې له دې مخکې وینډوز ۸ چې پخواني وینډوز یعني وینډوز ۷ څخه ډیره زیاته متفاوته وه نو په همدې اساس ډیرو لویو ادارو نه غوښتل چې استعمال یي کړي.

فوریسټر کمپنۍ کارکوونکی ډیوډ جانسن د مایکروسافټ کمپنۍ باندې نظر ساتي، نوموړي وايي چې د مایکروسافټ لپاره دا ډیره مهمه ده چې وینډوز ۱۰ کې مشکلات نه وي. وینډوز ۸ اوس هم د ۵ څخه یوازي ۱ کمپنۍ کارکوونکې يي استعمالوي .

ډیسک ټاپ سیسټمونو کې اوس هم وینډوز ۷ استعمالیږي.

ډیوډ په وینا په ټوله نړۍ کې د ټیکنالوژۍ کاروونکو ته د غوره او نوي ټیکنالوژۍ وړاندې کولو لپاره مایکروسافټ کمپنۍ یو بدیل ته اړتیا درلوده او وینډوز ۱۰ یوه غوره وړاندیز دی.

نوی سروې پر بنسټ ټوله نړۍ کې په ۱۳٪ ډیسک ټاپ سیسټمونو کې وینډوز ۸ چلیږي حال دا چې ۵۰٪ وینډوز ۷ او ۲۴٪ وینډوز ایکس پي استعمالوي.

هیره دې نه وي چې اوس مایکروسافټ کمپنۍ وینډوز ایکس پي نه سپورټوي.

ډیوډ جانسن په وینا د سټارټ مینو بیرته شاملول په وینډوز ۱۰ کې یو غوره فیصله ده ځکه چې دا ناګزیر او مهمه ده.

د دې هفتې په آخره کې به مایکروسافټ کمپنۍ خپل لیپ ټاپ او ډیسک ټاپ استعمالوونکو ته د وینډوز تخنیکي نمایش وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x