ناټو ته دکرزی ګواښ که په ځان ملنډی

hamid_karzai_at_kabul_confiranceنن درسنیو له لاری خبر خپورشوچی دکابل اداری مشر حامد کرزی دناټو او امریکا قواوو ته وروستئ ګواښ کړئ چی نور دی ولسی وګړی نه وژنی او ویلی یی دی چی (په وار وار امريکايي او ناټو ځواکونو ته خبردارى ورکړل شوی چې د دوی خپلسري او بې ځايه عمليات هره ورځ د افغانستان بې ګناه او بې وزلو خلکو د وژلو لامل کېږي او دا ډول عمليات انساني او اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي

خو داسې ښکاري چې غوږ ورته نه نېول کېږي ) دغه ګواښ په داسی وخت کښی ورکړل شوئ چی تیره ورځ د ناټو لخوا د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالئ کښی په عامو خلکو بمباری وشوه چی په نتیجه کښی یی لس ماشومان ،دوه ښځی او دوه نور عام وګړی په شهادت ورسیدل باید وویل شی چی دالمړئ ځل نده چی دکابل اداری مشر یی په وړاندی داسی غبرکون خپروی بلکه په لسګونو ځله یی دی ته ورته ګواښونه کړی اوبیا څوساعته وروسته دهیوادپه بل ګوټ کښی د تیری پیښی نه څوچنده بوګنوونکی پیښه تکرارشوی نه پوهیږو چی کرزئ صیب دکومو انسانی او اخلاقی ارزښتونویادونه کوی؟ ایا دئ په دی نه پوهیږی چی دغه ارزښتونه خو یی لس کاله وړاندی پامال کړی کله چی د همدی ښاغلی په ملتیا یی دافغانستان په پاک حریم تجاوز وکړ اوکه انسانی او اخلاقی ارزښتونه به دده په اند څه بل تعریف لری؟ ایا دئ تراوسه په دی نه دئ پوه چی بهرنی ځواکونه د کوم اصل اوسند په بنیاد اړ دی چی څه وکړی اوڅه ونه کړی چی ته یی دغه عملیات په خپلسورو تعبیروی بلکه ټول هیوادوال په دی حقیقت پوه دی چی نه خو دکابل اداری مشر اونه یی دحکومت غړی ددی حق لری چی له بهرنیو نه پوښتنه وکړی او یایی ګرم کړی بلکه دوی خپله هم د بهرنیانو په مستقیمه لارښونه خپلی چاری پرمخ بیایی.

دهمدی میاشتی په اوږدوکښی دناټواوامریکایی یرغلګرولخوا دننګرهارولایت دسرخرود اوحصارک سیموپه مظلومو خلکوچاپی وغورزیدی اوواړه ماشومان یی ورته شهیدان کړل بیادکنړولایت ویرجنه پیښه چی هغی کی هم تنکی ماشومان دګولیوخوراک شوه چی خبره دبښنی په غوښتلو پای ته ورسیده او دولس اوښکی پاکی نه کړل شوی اونه دکرزی ګواوښ ته هیڅ اهمیت ور کړل شو بیاهفته نه وه تیره چی دتخارولایت دتالقانو ښارته څیرمه دملاخیاط په کورچی یوعام وګړئ وه دناټو لخوا بمباری وشوه اودکورڅلورغړی چی ښځه اولورګانی یی هم پکی شاملی وی په شهادت ورسدل چی له امله یی خلکومظاهری وکړی اودهمدی اداری دپولیسو لخواپه لسګونه عام خلک شهیدان اوترسلوزیات زخمیان شول خوبیاهم اصلی لامل ته ګوته ونه نیول شوه اویوځل بیا د(تحقیق په امر ورکولو اوکمیسون په جوړولو) یی کرزی وینی وه وینځلی  اوناټواو امریکایان یی دخلکوله پامه وغورزول چی اوس خبره تردی ورسیده چی دوه ورځی وړاندی همدی بهرنیو میلمنو دنورستان په دوآب یوځل بیابمباری وکړه چی د کرزی داداری په خوله پکښی ډیرئ بیګناه هیوادوال د اجل ښکارشوه اودادئ نن یی د نوزاد سیمه کښي ماشومان او ښځی بیا په سرو وینو ولمبول

هغه څوک چی ټوله نړئ کښی یی د بشردحقونو نه د دفاع او په تیره بیا دښځود حقونو د اعادی درواغجنی چغی اوناری جوړی کړی او به همدی پلمه یی نیمه نړئ ترخپل ستونی تیره کړه  دادئ ټولی نړئ یی دبشرتذلیل اومحوه کول په خپلو سترګو ولیدل او دا یی ثابته کړه چی هرهغه انسان چی دامریکا او ملګرو د نړیوال استبداد په مخ کښی ودریږی اودخپلی خاوری او پت نه دفاع کوی او نه پریږدی چی ددوی ناوړه اوپلیت بشرخور پلان عملی شی هغه ولسونه اوهغه انسانان بیا نه د بشرحق لری اونه دنړئ پرمخ د ژوندکولوحق لری بلکی هغه خلک ددی خونخوارو په مرداروپنجو داړل کیږی او دازادئ څراغونه یی وژنی اوبس.

داچی نن یوځل بیا د کابل اداری مشر دناټواوامریکایانو دغه وحشی کړنی په خپل مصنوعی قهرجن ګواښ دافغان ولس له پامه دغورځولو کوښښ کوی اویوځل بیا غواړی دتیر په څیر یی د اشتباه او بښنی تر پیغام وروسته دتاریخ له پاڼو محوه کړی دابه ددی پرځای چی په ځان ملنډی ووهی نور هیڅ معنی ونه لری ځکه افغان ولس نور په دی نه دوکه کیږی چی یوی خواته یی ماشومان او ښځي ددی نړیوالو لنډغرو په لاسو دمرګ ترکومی رسوی او له بلی خوا پری ملنډی وهی اوهره ورځ تری درواغجنی بښنی غواړی؟؟؟؟؟

بهرنیان او دهغوی ګوډاګیان دی په دی ښه پوه شی چی افغانان خپل اسلامی او افغانی غرور انشاالله هیڅکله دلاسه نه ورکوی او دښمن ته د موقع په کتلو دسختو ګوزارونو توان لری او دخپلو شهیدو ماشومانو او شهیدولس انتقام دلوی الله په مرسته له دی ظالمانو خپله اخستلای شی او هیڅکه دهغه چاخولی ته اعتبار نه ورکوی څوک چی دهمدی بهرنیانو لخوا په ولس تپل شوی وی او هغهوی یی ترننه پالنه کوی چی دتخاردتیری ورځی فدایی ګوزار یی ښه او روښانه مثال ده چی دهمدی ولایت اوسیدونکی دخپلو بی ګناه خویندو او ورونو د شهادت انتقام له دی ظالمانو واخیست او ټول یرغلګراو ګوډاګیان یی د ویر او غم په ټغر کینول.

داسلامی نظام درښتونی حاکمیت او بشپړی ازادئ په هیله

ص بابکرخیل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د