افغانستان

شپې پوهنځیو د کانکور نتایج اعلان شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ۱۳۹۳ل تعلیمي کال د شپې د پوهنځيو د کانکور نتایج اعلان شول.

د لوړو زده کړو لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شپې د پوهنځیو لپاره د کانکور په امتحان کې ټول ۲۷زره ۵ سوه او ۹۲ زده کوونکو ګډون کړی وه چې له منځه یې ۹۰۰۵ کسانو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړله.

خبرپاڼه کاږي چې د شپې د پوهنځیو لپاره په ۱۸ ولایتونو کې امتحان اخېستل شوی و.

د خبرپاڼې له مخې د شپې پوهنځیو نتایج د لوړو زده کړو د وزارت د رسمي پاڼې http://www.mohe.gov.af/ له لورې اعلان شوي او نوم ثبتولو بهیر به د پوهنځیو دننه وروسته اعلان شي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د ۱۳۹۳-۹۴ل تعلیمي کال کانکور امتحان هم نېږدې شوی او تقریبا ۴ لکو کسانو په کې نومونو ثبت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x