
ملا محمد عمر: د «اشغال» د خاتمې لپاره نظامي او سیاسي هلې ځلې جاري ساتو
د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مجاهد د لوی اختر په مناسب د تېر په څېر یو ځل بیا د اختر مبارکۍ پیغام خپور کړی او یو لړ سیاسي او نظامي پېښو په اړه یې څرګندونې کړي دي.
ملا محمد عمر ویلي چې دوی د «اشغال» خاتمې او په هېواد کې د اسلامي حاکمیت، د ولس امنیت او ارامۍ لپاره به هر اړخیزې نظامي او سیاسي هلې ځلې جاري ساتي.
د طالبانو مشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی په استازیتوب له کوم بهرني یا کورني سیاسي لوري یا شخص سره اړیکې نېول یواځې د دوی کار دی او بل هيڅوک یې نشي کولای.
«باید ووایو چې په سیاسي برخه کې له ټولو بهرنیو او کورنیو لوریو سره تماس ساتل او اړیکې جوړول د افغانستان د اسلامي امارت تر سیاسي دفتر پورې تړاو لري او د مشرتابه له اجازې پرته هېڅ لوری او شخص حق نه لري چې د اسلامي امارت په استازیتوب له کوم بهرني یا کورني سیاسي لوري یا شخص سره اړیکې ونیسي.»
ملا عمر زیاته کړې چې له امریکایانو پرته نور نړیوال د دوی پر «داعیې او حقانیت» پوه شوي دي او ورته څرګنده شوې چې دوی د خپل «مشروع حق» څخه د دفاع لپاره وسلې اخېستلو ته اړ کړل شوي دي.
ده ویلي چې دوی له نړیوالو معتمدو جهتونو سره د مثبتو روابطو قایمولولپاره هلې ځلې کوي او دوی د خپل راتلونکي په اړه د سیاسي دفتر له لارې نړیوالو ته خپل پیغام رسولی.
د طالبانو مشر د ټاکنو پر پروسې د نيوکې تر څنګ ويلي چې د دغه بهير جنجالي کېدو وښوده چې د بهرنيانو حيثيت او باور ته زيان ورسېد.
«د اشغال تر سیوري لاندې د ټاکنو اوږده او جنجالي بهیر وښوده، چې د هر ې ورځې په تیریدو سره د یرغلګرو اعتبار او حیثیت ته لازیات زیان اوړي، لکه څرنګه چي موږ مخکې ويلي وو، نړیوالو او هیوادوالو ولیدل، چې د ټاکنو په نامه تبلیغ شوې پروسه هسې د ولس د تېر ایستلو لپاره وه او د افغانانو رایو یوازې نمایشي بڼه درلوده.»
نوموړي ویلي چې ولس اوس پرې دې پوه شوی چې امریکایانو پرې «نا اهله او پردیو ګټو ته وفادار» مسلط کړي دي.
ملا عمر د امریکا اقتصادي حالت د رکود او په نړیوال کچه د امریکا د حیثیت رالویدلو په اړه ویلي چې « امریکایان نن په افغانستان كې د خپل تاریخ په ترټولواوږدې جګړې کې راګیر دي، د دې جګړې ملاماتوونکي نظامي اومالي خسارات اوپه نړۍ واله سطحه د امریکاحیثیت رالویدل هغه څه دي چې د امریکا د زوال نښې ترې ښکاریږي.»
ملا عمر پر خپلو ملګرو غږ کړی چې د خپل «جهادي صف» یو کړي او د ولس سره ښې او مضبوطې اړیکې ټينګې کړي.
ملا عمر بهرنیان په دې تورن کړي چې په افغانستان کې تنظیمي، قومي، منطقوي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.
« داچې خارجي یرغلګر له ماتې سره مخ دي، اوس ډیر په دې هڅه کې دي چې د افغان ولس ترمنځ د بېلابېلو تنظیمي، قومي، منطقوي او مذهبي اختلافاتو په راژوندي کولوسره له افغانانو څخه دخپل شکست بدل واخلي، زموږ ویښ ولس او مجاهدین باید کوښښ وکړي چې د دښمن دغه توطئه هم د خپل وحدت په ساتلو سره شنډه او له ټولو هغو کارونو څخه په کلکه ځان وساتي كوم چې دافغان مسلمان ولس وحدت ته زیان رسوي.»