افغانستان

ګارډين: امنيتي تړون د امريکايي جګړې د غځولو په معنا دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې «ګارډين» ورځپاڼې ليکلي، چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون معنا دا ده، چې دغه جګړه به تر راتلونکو لسو کالو پورې نوره هم وغځيږي او کېدای شي تر ۲۰۲۴ کال پورې هم دغه امريکايي جګړه پای ته ونه رسيږي.

ورځپاڼه زياته وي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما، چې د جګړې د پای ته رسولو په شعار يې رايې تر لاسه کړې وې، خپل راتلونکي ځای ناستي ته د افغانستان، عراق او سوريې جګړې په ميراث کې پريږدي.

۲۰۱۰ م کال کې د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن ويلي و، چې افغانستان د امريکايي عسکرو لپاره د دنيا پر سر يو جهنم دی او دوی به تر خپله وسه کوښښ وکړي، چې دغې جګړې ته ژر تر ژره د پای ټکی کيږدي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دغه تړون لاسليک يوه تاريخي بريا وبلله او زياته يې کړه، چې د دې تړون په نتيجه کې به دوی افغانستان او سيمه کې خپلې اوږد مهالې ګټې تر لاسه کړي او په مقابل کې به يې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې دنده هم تر سره کړي.

ورځپاڼه د امريکا د کورنيو انديښنو په اړه ليکي، چې امريکايي ولس وايي، چې له عراقه د امريکايي عسکرو له وتلو وروسته عراق کې اسلامي دولت راژوندی شو او د عراق او شام ډېرې سيمې يې ونيولې او که د دومره قربانيو او مالي تاوانونو له ګاللو وروسته امريکايي عسکر له افغانستانه هم ووځي، نو کېدای شي، طالبان يو ځل بيا واک ته ورسيږي.

د ګارډين په وينا دغه تړون، چې د نوي افغان حکومت له لوري امريکا سره په ډېره بېړه لاسليک شو، له دې مخکې د امريکا پر لاس کينول شوي حامدکرزي پرې له امريکا سره دومره ناندرۍ ووهلې، چې د سپينې ماڼۍ حوصله يې ورختمه کړه، مګر کرزی ورته له خپلو شرطونو تېر نه شو او د کرزي په مقابل کې د ايتلافي حکومت نوي ولسمشر د واک د ترلاسه کولو په سبا امريکا سره دغه تړون لاسليک کړ.

امريکا سره د امنيتي تړون تر څنګ ډاکټر اشرف غني احمدزي ناټو سره هم امنيتي سند لاسليک کړ، چې د ناټو عسکر به هم افغانستان کې پاتې وي او په مقابل کې به يې ناټو د افغان امنيتي ځواکونو نظامي روزنه کوي.

د دغه امنيتي تړون له مخې به امريکايي عسکر افغانستان کې نهه لويې پوځي اډې ولري او د دې تر څنګ به د بګرام، جلال اباد او کندهار هوايي ډګرونه هم د امريکا په خدمت کې وي.

امريکايي عسکر به له دغو هوايي ډګرونو يوازې په افغانستان کې نه، بلکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې خپل توغنديز بريدونه کوي.

امريکا عسکر به د افغانستان هرات، شينډډ، مزارشریف، ګرديز او هلمند کې لوی نظامي مرکزونه ولري او د دغو نظامي مرکزونو په واسطه به ګرد افغانستان کې دخپلو مخالفينو پر ضد پوځي عمليات او هوايي بريدونه کوي.

د امريکا نظامي چارواکي دغه تړون د خپلو ديارلس کلنو قربانيو ثمره او ستره فتحه بولي.

د امريکا دفاع وزير چيک هيګل وايي، چې د دې تړون له امله به امريکايي او ايتلافي عسکر د دې جوګه شي، چې خپل مخالفين ښه وځپي او افغان ځواکونه وروزي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د تېر مې په مياشت کې اعلان کړی و، چې د راتلونکي ۲۰۱۵ کال تر پايه به يوازې ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.

ګارډين د امنيتي سرچينو له قوله ليکلي، چې د امنيتي تړون له لاسليکولو وروسته ولسمشر بارک اوباما کولای شي، چې د القاعده او د هغو د خواخوږو پر ضد د جګړې لپاره افغانستان ته نوي عسکر وليږي او نوموړی په دې اړه خلاص لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x