ورزش

جرمني افغانستان کې د ۷۰۰،۰۰۰ یورو په لګښت کرکټ لوبغالی جوړوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي جرمني به د هیواد په ولایت خوست کې د ۷۰۰،۰۰۰ یورو په لګښت د کرکټ لوبغالی جوړوي.

جرمني وروسته له هغې دا تصمیم ونیو چې د هندوستان حکومت وعده وکړه چې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت به د افغانستان په ولایت قندهار کې د کرکټ لوبغالی جوړوي.

د کرکټ دغه لوبغالی به خوست کې په ۲۵ هکتاره ځمکه جوړیږي چې د ۶۰۰۰ کسانو د ناستې ظرفیت به ولري.

افغانستان کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعو فرانس پرس آژانس ته د آسیایي لوبو په جریان کې وویل: «مونږ د دواړو هیوادونو هندوستان او جرمني د مرستو او همکاریو مننه کوو».

شهزاده مسعود هیله څرګنده کړه چې د کرکټ مهمې لوبډلې لکه هندوستان دې افغانستان ته د سیالیو لپاره راشي.

نوموړي وویل: «زمونږ غوښتنه له نړیوالو لوبډلو لکه هندوستان څخه دا ده چې راشي او د افغانستان په لوبغالو کې سیالی تر سره کړي. دا به ډیره په زړه پورې وه که چیرې سچن ټنډولکر افغانستان ته د سیالیو لپاره راغلی وای. هیله لرو چې مهیندرا سنګ دوني افغانستان ته راشي او د افغانستان په لوبغالو کې لوبه وکړي».

افغانستان کې کرکټ وروسته له هغې چې افغان ملي لوبډلې آسیايي جام او نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لار وموندله ډیره زیاته مشهوره شوه.

افغانستان ملي لوبډله روان نړیوال جام ته هم لار موندلې چې دغو سیالیو ته د تیاری نیولو په خاطر د کرکټ نړیواله اداره د تمریني سیاليو او ټورنمنټونو جوړولو لپاره یو میلیون ډالر مرسته وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x