نظــر

آيا روغتيايي بې ستري او بې تفاوتي به ثريا دليل وژړوي؟!

suria_daleelخليل الله قتيل زوى خوږياڼى

په ننني افغانستان كې پوځي، مذهبي، ټولنيزې او وټه ييزې بې تفاوتۍ او بې كفايتۍ پراخه شوي او داسې ناخوالې ترې و زېږول شوې، چې سينگار شويو چارواكو پرې تمساح ته ورته اوښكې تويې كړې. داسې اوښكې، چې نه يوازې خوند ورسره مل دى، بلكې په بشپړډاډ د شخوند هم پرې وهي. معنا دا، چې چارواكو د اوښكو پرچاړه نه خپل پت ژغورلى او ساتلى 

او نه د بل پت ورته د درناوي او غور وړښكاري. مرگ د گټې وټې په دغه راز منابعو.   

په هره توگه د افغان پت غوښتونكي ولس يوه سيمه هم د بې دردانو له تور داغه سپينه پاتې نه شوه او جرړې يې د عامې روغتيا تر وزارته ورسيدې.

د امريكا تر چتر لاندې روغتيايي ملېشو هم د فرهنگ جوړونې د بې ستره خادمانو په توگه له وفادارۍ  ناكامه پاتې نه شول او د افغان كورنۍ ملي پت ساتنه يې زيانمنه كړه.

وگورئ!

http://www.daylife.com/photo/00Vqcspfb361t?__site=daylife&q=FAIZABAD

پورتنۍ امريكايي ويبپاڼې د جون په دوه يمه د يوې ناپېژاندې نرسې، چې ځان يې هما مشعل حبيب نومولى د UNICEF مشر فرانس فيلپ ته يې د فیض اباد روغتون له ښځيه څانگې د اولاد زيږون نامناسب محرم انځورونه(عکسونه) برابركړي او نوموړي ددغې بې پښتو نرسې له همكارۍ او مرستې په مننه دا بشپړ محرم انځورونه د خواخوږۍ له مخې خپاره كړي دي.

دغې انځوریزې رسنۍ  ته په ډالۍ شويو انځورونو كې د فيض آباد روغتون ښځینه نرسان هم ليدل كيږي او دا په ډاگه كوي، چې د دوى په خوښه د زيږون حالت انځوريزه بڼه موندلې ده.

كه څه هم د افغانستان روغتيايي چارواكو سياسي او پوځي چارواكو ته ورته خبري رسنۍ د رسنیز مسوولیت له تر سره كولو بې برخې كړي؛ خو دا حق چا او څنگه ترلاسه كړ، چې د افغانانو د ښځو لوڅ انځورونه د زيږون په نامناسب حالت كې د روغتون له ښځينه څانگې وباسي او بيا يې په يوه امريكايي انځوريزه رسنۍ كې خپاره كړي؟

آيا د روغتيايي چارو سرپرسته ثريا دليل به د پت ساتونكيو افغانانو پر بې سترۍ وخاندي او كه دا پېښه به يې وژړوي؟  

د پاملرنې وړده، چې افغان خبري او اطلاعاتي مسوولين د بهرنيو يرغلگرو ترملنډو لاندې د گټې وټې بېلابېلې منابع لټوي. كيداى شي دا انځورونه هم پلورل شوې وي او كه نه ولې يې پرپېښې شپږ ورځنۍ چپتيا غوره گڼلې ده؟

افغان ټولنه تاريخي ټولنه ده او بېخبنا يې هم كورنۍ ده، چې پت او سرلوړي ور په برخه كوي او بې ستري يې له پت او سرلوړۍ بې برخې كوي.

پت او عزت ته زيان رسوونكي په افغان ټولنه كې مجرم نومول شوي او مجازات يې د هر افغان قانوني حق دى.

د افغانستان د عامې روغتیا ، اطلاعاتو او فرهنگ وزارتونه اړ دي، چې د هېواد پرخبري او انځوريزجوړښت، د روغتونونو پرښځینه څانگو، طبي كاركوونكيو او خبري مخكښانو جدي پاملرنه ولري. له طبي او خبري  ضرورته  پرته  د  رسنیو له لوري د نامناسبو معلوماتو له وركولو او راټولولو د ډ ډې كولو سپارښتنې دې وشي؛ ځكه نامنلې كړنې په افغان ټولنه كې جرم دى.

د چارواكو ژړا د دې په ځای، چې د افغان میرمنو له ناوړه حالت سره مرسته وکړي تاوان ورته رسوي.

افغانان د خپلو میرمنو او كورنيو د ستر، حيا او پت اندېښنه د ټول سينگارشوي ژوندانه سره نه برابروي.

افغانانو د هېواد، كورونو، دين، ستر، پت او خپلواكۍ په ساتنه كې سرښندنې ته را دانگلي او د خپل تاريخي او ملي شتون ساتنې ته پښت په پښت ليواله پاتې دي او د خپل تاريخي وراثت ارزښتونونو ته له هرمهال سره د مطابقت غوښتونكي دي.

اوس يې، چې په روغتونونو کې د میرمنو ستر د خوندیتوب په ځای  له بې سترۍ مخ شوى او د ښځو انځورونه يې په بهرنیو رسنیو کې خپریږي؛ د ښځو چارو پر وزارت هم لعنت وايي.

ثريا دليل او دا نور به هم اړشي، چې وژاړي؛ ځكه د افغانانو میرمنې به ومري، خو د زیږون په هيله به روغتون ته نه ورسول شي او نه به ولاړې شي. افغانان وايي: مال له سره ځار او سر له ناموسه

د بې تفاوتو او بې كفايتو چارواكو د شرميدو په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x