د نړی تر ټولو ستره گازره

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۳): الله تعالی د مختلفو څیزونو په واسطه انسانانو ته معجرې ښيي.

پرون په برتانیه کې یو بزګر د دنیا تر ټولو ډیر وزن لرونکې ګازره له ځمکې وویسته.

ګینز بک آف ورلډ ریکارډ (د نړۍ د ریکارډونو کتاب) د معلوماتو پر بنسټ د نیو آرک اوسیدونکي پیټر ګلیزبروک له پټي څخه لاسته راغلې دغه ګازره ۹،۰۷ کیلو ګرامه وزن لري.

پیټر ګلیز وايي چې نوموړي له ډیرو کلونو سبزیجات کري؛ خو دا لومړی ځل دی چې د هغې په پټې کې دومره زیات وزن لرونکی ګازره شنه شوي.

نوموړې وايي چې د دې ګازرې په لیدلو ډیر زیات خوښ شو.

پیټر ګلیز په وینا په ژوند کې د لومړي ځل لپاره داسې زیات وزن لرونکی ګازره ولیده او هغه هم چې د خپل لاس حاصل وي انسان خوشالوي او یو ډول خاص احساس ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د