افغانستان

هرات والي: زور واکانو زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت والي سید فضل الله وحیدي وايي چې په دغه ولایت کې زرواکانو زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب کړ ي دي.

وحیدي زیاته کړې چې د یو شمېر غاصبینو دوسیې د هرات په محاکمو کې تر څېړنو لاندې دي.

د والي په وینا  د هرات –اسلام قلعه پر لویه لاره تر ۳زرو جریبو څخه زیاتې ځمکې د تلې پر ۳مه له غاصبیانو بېرته واخېستل شوې.

وحیدي ویلي چې دغه ځمکې زیاته د هرات ولایت د مستوفیت مربوط وې چې بیا دغه ولایت ته تسلیم شوې او کوم دیوالونه چې د غاصبینو لخوا ترې تاو شوي وه، ړنګ کرای شول.

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په تېر یو کال کې تقریبا ۲۰ کسان یې د ځمکو د غصب په تور نیولي دي.

د هرات والي څرګنده کړه چې د ځمکو په غصب کې ټول دولتي کارکوونکي لاس لري خو  نوموړي يې نومونه رسنیو ته په لاس کې ورنه کړل.

ده وویل چې دغو کسانو د مرکز ي حکومت د چارواکو پر مرسته په تېرو کلونو کې ځمکې غصب کړي.

وحیدي وویل  چې په تېر یو کال کې یې تر ۴زرو جریبو زیاته ځمکه له غاصبینو بېرته اخېستې او دولت ته يې سپارلې.

د هرات ولایت د استیناف محکمې رییس سید الغفار زبیر ویلي چې دا مهال دوی د دولتي ځمکو د غصب په اړه ۲۰ دوسیې پرتې دي چې ژر به پرې حکم وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x