نظــر

د سولې له سپېڅلې نامه څخه څنگه استفاده وسوه؟!

لیکوال: عبدالسلام ضعیف 

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر

که څه هم ما ځان له سياسي امورو څخه تر ډيره لیري کړی دی او یوازي مي علمي کارونو ته توجه کړي ده، ليکني مرکي او ملاقاتونه مي شاته کړي دي؛ خو دا ليکنه راته په دې خاطر اړينه ده تر څو سکوت دلالت پر رضاء باندې رانسي. د یوه مسلمان په توګه د داسي عمده اشتباه په وړاندې خپل نفرت ښکاره کړم کوم چې د سولي هيلې په ناهيلۍ بدلوي، د ګرانوهیوادوالو او هیواد د لا ناامنۍ او ناخوالو سبب کیږي، همدارنګه د ناپایه جنګ اور ته لمن وهي.

رښتیا هم قدرت ته د رسیدلو لپاره ځيني کسان ډیري وعدې کوي، مختلفي حربي کاروي؛ خو هدف ته په رسیدلو سره ځينې کسان کاملا لاره بدلوي. کله خپلې وعدې هیري کړي او کله په چالاکۍ سره ورته غیرمقبول ځواب ووایي.

زما په اند چې اشرف غني او د هغه ټيم قدرت ته د رسيدو سره يوځای أن په دوېمه ورځ هغو وعدو ته چې ګواکې دوی به خامخا هیواد ته سوله راولي او یا به د ده په قول که په دې کار سره بریالی نسي نو استعفا به ورکوې، په عمل کې منفي ځواب ووايه، رښتیا چې دا یو ډير سپيڅلی شعار وه، هغوی په رښتيا سره پوهيدل چې دا کړيدلی ولس تر ټولو اول سوله غواړي، هغوی سولې ته تر بل هرڅه اړتیا لري، هغوی د سولې راوستلو ته دومره تږي او انتظار دي لکه یو روژه نیونکی چې د ګرم باد په ګرمو او لویو ورځو کې ماښام (روژه ماتي) ته تږی او انتظار وې. هغوی په دې سره هم پوهيدل چې دا ملت به خامخا د هغه چا و شاته ودريږي څوک چې د سولې د سپيڅلي ډالۍ سره ورته ځان ښکاره کړي، مرسته به یې خامخا وکړي، که څوک ورڅخه د همدې هدف د پلي کولو لپاره مرسته وغواړي، خو دوی وهغه ته منفي جواب ووایه او له ابتدا يې د چا خبره په ساکن سره سوله، هغه دا چې د امریکا سره یې هغه ناروا اوغیر اسلامي تړون په ډیره بیړه لاسلیک کړ کوم چې د سولې په لاره کې تر ټولو لوی مانع دی، د امريکا سره امنيتي تړون تر ټولوعمده عامل دی چې د سولي سره مستقيما ټکر لري.

سوله چې کله هم اړینه سي مانا یې دا ده چې د سولې لپاره چلینجونه سته او هغه باید د لاري د خنډ په ډول لیري سوی وای، چې یو مهم چلینج هم د کفري ښکېلاک د اشغالګرو موجوديت او شتون دی، چې د سولې په لاره کې تر ټولو لوی او ناانډوله چلينج دی، همدا موجودیت د جنګ عامل او د سولې لپاره چلينج دی، که څه هم د ګوتو په شمیر کسان به د دوی د وجود څخه د ځانونو په ګټه غیرمشروع استفاده کوي، خو دا هیڅکله د ټولنې د حقوقو شرعي نماینده ګې نسي کولای، زه په دې باور یم ترڅو چې د بهرنیانو اشغال تر هر عنوان لاندي دوام لري، تر هغو به د سولې مخي ته غرونه پراته وي.

د حقوقي لحاظه هر افغان که هغه مخالف وي او که موافق وي د هیواد د ارضي تماميت مالک دی، د دغه ملکیت څخه یې هيڅوک نسي محروم کولای، د هر افغان بي توافقه د هغوی پرخپل ملکیت باندي معامله کول یوازي دا نه چې غیرقانوني ده بلکه ظلم دی چې د سیاسي رقابت په بنیاد باندي منځ ته راځي او د یوه غوڅ اکثريت د محروميت او محکوميت دوام غواړي .

د شرعي لحاظه زه په دې عقیده یم چې د امریکا شیطاني قوت به هیڅکله هم ویوه اسلامي هیواد ته سوله رانه وړي او بالعکس به د قومونو، سمتونو، خلکو او حکومتونو او حتی د وروڼو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي چې ښه بېلګه يې خپله زموږ د هیواد دا ډول اوسنی غربي جریان دی، چې ټوله خون ريزي، ويجاړونه، مرګونه او ترورونه د دوی (بهرنیانو) په مستقیمه یا غیرمستقیمه لاسوهونه او لمسون سره جریان لري، امریکا د کمونيزم تر ماتې وروسته اسلامي نړۍ تر مستقیم هدف لاندي راوستلې ده او د هر هغه مسلمان په وړاندې محارب قوت کاروې چې د دوی د شیطاني د سیسو په وړاندې عکس العمل ښیې.

په داسي حال کې چې امریکایانو په افغانستان کې تر يولک اوپنځوس زره زیات مسلمانان په شهادت رسولي دي، د اسلامي شرايعو توهین يې کړی، په زرګونو هیوادوال یې د خپلو حقوقو څخه محروم کړي دي، تر درې لکه زیات ماشومان يې بې پلاره کړي او یتيمان کړي دي، تر یولک زیاتي تورسرې يې کونډې اورنډې کړي دي، په مليونونو افغانان يې د کورونو څخه شړلي یا کور پريښودلو ته مجبوره کړي دي، په زرګونو کلي یې د خاورو سره خاورې کړي دي او تر اوسه جریان لري او داسي نور …

د امريکایانو د دوستۍ یا همکارۍ داسي سند چې د افغانانو د نیولو، توهینولو، بندي کولو، کورته ننوتلو آن د وژلو لاښه جواز ورکول سي هیڅ ډول قانوني او شرعي جواز نه لري او داسي قرارداد که فرد کوي، که يې ټولنه کوي، که یې مسؤل اوغیرمسؤل کس کوي، د قران او سنت لخوا مردود دي او زه یې د یوه مسلمان او افغان په صفت نه د مسلمانانو په ګټه بولم، نه یې د سیمي او ثبات لپاره په ګټه بولم، بلکه دا د سولې او ثبات د نه راوستلو، د جنګ د اوږدولو، د فرقه یې، سمتي او نورو نفاقونو د ډيریدلو عامل ګڼم، له همدې کبله یې غندنه په سختو ټکو سره کوم.

په درناوي
عبدالسلام ضعيف
کابل افغانستان ۹/۷/۱۳۹۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x