دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه/ دولسمه برخه

لیکوال: مولوي ادریس

د یولسمي برخي په تداوم…

په سترګو او حواسو يي دیموکراسۍ او لبرالیزم پردي غوړولي دي او د دیموکراسۍ په عشق کي سرګردانه دي او د دیموکراسي روح او فکر ګرزیدلې دي او همدارنګه که تعلیمي ډګر ته پام وکړو نو د مکتبونواود پوهنتونو په نصابونو او کتابونو کي هیڅ د اسلامي فکر نظریه شتون نه لري لکه څرنګه چې مخکي یادونه وشوه آیا پدي کي اسلامي نظریات او موضوعات دي او که پردي موضوعات؟

په کوم کیفیت چې نن سبا نر او ښځي مختلط مکاتبواو پوهنتونوکي دي دا د ډیر افسوس خبره ده، ښوونکي او زده کوونکي پوهنتونو ته ځي ټولو د شرق او غرب په لباس کي دي ،او اسلامي ستراو حجاب رعایت له منځه تللي معلمین او استادانو تنخوا د خپل اسلامي ملک د عوائیدو نه اخلي او نظري د پردیو خپروي ، دعلم او پوهي تقاضا خو دا ده چې انسان الله ته نیږدیکت پري ولټوي او پوه او علم سبب د تقرب الی الله وګرزول شي په اوسني عصر کي سره د دومره ډیرو مکاتبو او تعلیمي شخصي مؤسساتو په خلکو کي جهل او ناپوهي او د انسانیت خلاف اعمال دومره ډیر شوي چې سارې يي په تاریخ کي نه لیدل کیږي ،وجه دا ده چې کوم نصاب او کوم چاپیریال د تعلیم چي دی ټول غربي ماحول دی او پر ځاي د دي چې د یو متعلم څخه مسلمان جوړشي هغه بیا یو دیموکرات وي ځکه چې پدغه نصاب کي د خپل اسلامي فکر مشخصات ندي پيژندلي بلکي د اسلامي فکر پر ځاي دیموکراسي اود دیموکراتیک دین مشخصات ورپيژندل شوي ،ځکه چې پدي نصاب کي د اوسني نسل لپاره په تاریخ کي د ماضي سره هیڅ رابطه نشته پر ځاي د دي چې د پیغمبر ﷺ او د اصحابو کرامو او د نورو اسلافو سیرة بیان شي د آریایانو او زردشتیانو تاریخ او د هغوي فرهنګ بیانوي پر ځاي د دي چې د اسلام د دین د تطبیق مرحله چې د رسول الله ﷺ سیرة دی بیان شي د امریکایانو او د اروپایانو د ادیانو او د هغوي د مشرانو او دهغوي د کارنامو بیان کیږي نو دغه کتابونه او نصاب هیڅ یو غربي توره په لاس په مونږ ندی ولاړ چي تاسو به دغه موضوعات پکي لیکي او دا به نه لیکي بلکي مسلمانانو په خپله د اسلام نظریاتو پرځاي د دیموکراسۍ نظریه او فکر پکي لیکي وجه دا ده چې مسلمانان د غرب او اروپا د فکري جنګ د تأثیر لاندي راغلي دي او فکري جکړي ځپلي دي او همدارنګه که د فرهنګ او اطلاعاتو ډګر ته وکتل شي او وپوښتل شي چې آیا مونږ مسلمانان د فرهنګ او اطلاعاتو وزارتونه لرو او که نه لرو؟

هو! بلکي لرو یي او آیا اخبارونه ، مجلي ، ورځپاڼۍ ، راډیوګانۍ او تلویزونونه لرو او که نه ؟

هو! لرو یي نو اوس که دغه وسائلو د خپراوي ته او ټولنیزو رسنيو ته او د دوي برنامو ته په دقیقه توګه وکتل شي دغه ټول اسلامي افکار او نظریات،اسلامي اعمال او اسلامي عقیدي نه خپروي بلکي د اسلام پر ضد د اسلامي اخلاقو او عقایدو خلاف د مسلمانانو د فکرونو د بدلو او په دین باندي د بي باوره کولو او د اخلاقو د فاسدولو پوره لنډغرو اویا نیمه لوڅ فلمونه او همدارنګه غربي سریالونه د مسلمانانو د مشغول ساتلو او بی لاري کولو برنامي خپروي هغه برنامي چي یا مستقیم او یا غیر مستقیم په اسلام او دین باندي استهزاء دي هغه خپروي او اسلامي فکر منحرفوي، نه هغه برنامي او فعالیتونه چي هغه اخلاقي ،تهذبي او ادبي او یا تربیوي دي که په دقیقه توګه د رسنیو برنامي وڅیړل شي نو دا به په ډاګه شي چې د دوي ټول فعالیتونه د اسلام او دین پر ضد دي او د آینده نسل لپاره یو غلط او کفري فرهنګ د خپراوي په هڅه کي دي او د هغه د جهالت او د غرب د فرهنګونو د ترویج هڅي کوي او راتلونکي ځوان نسل په دغه فرهنګ روږد کړي په نن عصر کي د افغانستان مساحت په نسبت په هر پنځلس کیلومتر مربع کي یوه راډیو او تلویزون فعالیت کوي او دا ټولي د غرب،یهودو او نصاراؤ لخوا تمویلیږي برنامي د هغوي لخوا ورته تیاریږي د هغوي په فرمائیش خپرونۍ لري څلورویشت ساعت غربي ډوله فرهنګ ټوکي مسخري پکي چالانه وي په سابق کي به آوازخوان او سندرغاړي ته خلکو ډم او دلاک ویل او ډمي او دلاکي به خلکو ته پیغور وه او د غربیانو ډیری خلک ډمان کړل او ډمتوب ته یي یو غوړ نوم چي هنرمند دی کښیود نوم يي ورته تغیر کړل او ادبي نوم د ډموب په مانا ولګوه، هغه څوک چې په دغه رسنیو کي کارکوي د هغوي اخلاق ،اعمال ،سیرت او صورت يي ټول د اسلام د معیارونو خلاف دي دا ځکه چې نن مسلمانان اکثراً د فکري جګړي ښکار شوي دي او د تاثیر لاندي راغلي.
د اسلامي امت د یوالي په هیله

مولوي ادریس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x