خاطره، لیکنه: سید سعید

sangin-afghanistan-marines-old-manشهید مامورمعراج الدین خان دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ د ساروان کلا اوسیدونکی ؤ. نوموړی  په سیمه کي د الکوزو د قوم دبوستانزو، کټوزو او نسوزو د کلیو قومي مشرؤ. زد کړي یې  دزراعت په ریښته کي کړي وې .

مامورمعراج الدین خان دیادي سیمي یومخور او بانفوذه شخصیت ؤ، تل به یې دخلګو دستونزو په هواري کي هاند اوهڅي کولې ، دولس په زړه کي یې هم د یو مهربان او خواخوږي مشر په توګه ځای درلود.

دځایې اوسیدونکو په وینامامورصاحب دروان  ز،کال دجنوري پر۱۸مه نیټه دساروان کلا دزیدانانو په سیمه کي  دمیشتو یرغلګرو او افغان عسکرو قرارګاه ته ورغی ،د عسکرو څخه یې پوښتنه وکړه چي : «مشرموچیري دی ،زه یوقومي مشر یم غواړم دسیمي په اړه ورسره خبري اتري وکړم ». افغان عسکروامریکایې قوماندان ورته راخبر کړ.
امریکایې قوماندان چي واوریدل قومي مشر ورته راغلی دی دخوښۍ څخه په جاموکي نه ځایده ،سمدستي یې راټوپ کړ، راغي دمامورصاحب سره کښېناست . غوږ سو چي قومي مشر به دخپلي همکارۍ ډاډ ورکړي  ،خوافغان قومي مشر دامریکایې قوماندان دتمي برعکس پرهغه دکاڼو ګذارونه پیل کړل ، دیو کاري ګذارله امله یې  چي دامریکایې قوماندان پر سر ولګیدامریکایې پرمځکه راولوید،څوشېبې وروسته یې له امله ساه  ورکړه اودتل لپاره یې انسانان ،نباتات اوحیوانات له شره بې غمه سول .
دامریکایې قوماندان افغان او بهرنیوعسکرو پر قومي مشردسپکو وسلوډزي شروع کړې چي په پایله کي معراج الدین خان ددین اووطن په مینه خپله وینه وبهېوله ،خپل سریې دکائیناتو پنځونکي ټولواک څښتن تعالی ته دهغه درضاپه موخه  ډالۍ کړ .انالله واناالیه راجعون  

څوورځي مخکي رسنیودهلمنددوالي ګلاب منګل له قوله خبرورکړچي :«په ساروان کلاکي ولسي خلګوپریکړه ورسره کړې چي نور به په خپله سیمه کي مجاهدین نه پریږدي چي پر بهرینو ځواکونو حملې وکړي اودکابل ادارې ملاتړ به کوي » .
خو وروسته بیامعلومه سوه چي یادتړون !! هسي دګلاب منګل یوخیالي اوفرضي هغه ؤ،نه واقعي فیصله  .
دادی اوس خودمامورمعراج الدین خان ویاړمني کارنامې اوشهادت په زبات ورسوله چي خلګ دیرغلګرو او لاسپوڅوڅخه یې ترپزي راغلي دي اوتردې اندازې کرکه ځني لري چي په کاڼو- ډبرو،تبرونو،لورونو،کولنګانو او بېلچو (بیلونو) یې وهي اودمرګي وکندي ته یې ورټیل وهي .
طبعاپه داسي حال کي به خپله هم دمقابل طرف دعصري وسلو تر بریدلاندي راځي او دشهادت جام به پرسراړوي  .
هغه جام چي دترلاسه کولو په مقصدیې تندي ،لوږي ،یخونه اوګرمۍ ګاللي ،زندانونه ،کړاونه ،پردیسۍ ،مسافرۍ اوزخمونه زغملي دي هو! هغه جام چي په دنیاکي دغلامۍ ځنځیرونه شلوي ، محکوم ولسونه ازادوي ، مستعمره سوي هیوادونه دخپلواکۍ په ګېڼه سنګاروي  اوپه اخرت کي یې بیاله برکته ټول لوي اوواړه ګناهونه بخښل کیږي ، دقریبانو او دوستانو دشفاعت ویاړمیسریږي  اودرب لایزال (ج) ملاقات او رضا ورپه برخه کیږي .

که دنننیو متمدنووحشیانوله لوري دافغان ولس  کورونه ورانیږي ،کلي بمباریږي ،باغونه او فصلونه تباه کیږي ،ښځي اوماشومان شهیدانیږي ،خوخوني غلیم یې هم له خاوري روغه ککره نه ده ایستلې ،کله «تبر» پکښي بندوي ،کله بیا «کولنګ »پکښي ښخ وي اوکله یې بیاکوم سرښندونکي استشهادي غازي لس وشل تنه عسکر ور ټوټې ټوټې کړي او ژوندي هغه یې وتیښتي ته اړایستلي وي .
افغانان دخپلواسلافوکارنامې ستایې ،پیروي یې ددارینوویاړګڼي ، دخپلو نیکونو او پلرونو په شان چي انګرېزان او شورویان یې په ګونډوکړل دادی په یوویشتمه پیړۍ کي یو وار بیادانګرېزانو،امریکایانواو…..له یرغل اوغوبل څخه خپل دین ،هیواد اوناموس ساتي . لکه باباشاعرچي وایې :
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندي راشي که بهار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د