
د بڼو غشي – نظام کندهاری
تا چي پر نونې د بڼو غشي لېنده ونيول
ما دي هم ځکه مخ ته سپر خپله سينه ونيول
تا چي منفي جواب را ولېږی په لاس د رويبار
د زړه سپوږمۍ مي د غم ترنځي هغه شپه ونيول
ما د هجران په ربيټر کي کړل پر يار ږغونه
خو چي پيدا مو کړل اجل نامرد نکته ونيول
طالبو سترګو دي ناپامه باندې راوړی هجوم
چي خبرېدم دوی مي د واک اختيار پوسته ونيول
ما تمانچه د صبر وړې وه په غم پسي ستا
خو د زلفانو پر ځنځير يې تمانچه ونيول
سر د غماز په عام محضر کي غوڅول په کار دی
د جاسوسۍ ښکاره اسناد مي ورسره ونيول
پر زړه يې اورېدل دا ستا غزل غزل يادونه
نن چي نظام لاس کي قلم و کتابچه ونيول