د نن سرلیکنه

د امنیتي تړون لاسلیکول د هیواد د نا امنۍ د پیلامې په توګه

نن ټکی آسیا – سرمقاله  (پنجشنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): له کله چې د تیرې سه شنبې په ورځ د اشرف غنې د حکومت او امریکایانو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شوی ورسره جوخت نا امنیو زوراخیستی.

د دغو نا امنیو پیل له هلمند ولایت نه وشو چیرته چې د تړون د لاسلیکولو په ورځ بهرنیو ځواکونو دبمبارۍ په ترڅ کې د کجکي ولسوالۍ په ګندم ریز بازارکې ۱۲ ولسي وګړي ووژل.

د هغه په تعقیب پرون د چار شنبې په ورځ په کابل ښارکې د طالبانو د برید له کبله تر لس تنه زیات دولتي عسکرمړه او ژوبل شول.

همداشان نن د پنجشنبې په ورځ بیا د کابل ښار د وسله والو طالبانو د خونړیو بریدونوشاهدوه چې له امله یې دملي دفاع وزارت ګڼ شمیر منسوبین مړه اوژبل شول.

له هلمند او کابل پرته د هیواد په نورو سیمو لکه غزني ، مدان وردګ ، قندوز ، لغمان او … کې هم د وسله والو نښتو او بهرنیو ځواکونو د بمباري په ترڅ کې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

دغه امنیتي پیښې په داسې حال کې زوراخلي چې د ښاغلي اشرف غني د حکومت او د هغه لخوا له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه د دواړو لوریو توقع دا وه چې ښايي امنیتي تړون په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د امنیتي پیښو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

امریکایان او د هغوی تر حمایه لاندې نوی ایجاد شوی حکومت په داسې حال کې امنیتي او دفاعي تړون په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره موثر بولي چې د افغانستان د امنیتي چارو ماهرین او همداراز سیاسي څیړونکي د دغه تړون لاسلیکول دټول افغانستان او سیمې د نا امني پیلامه بولي ، چې د امنیتي تړون له لاسلیکیدو سره هم مهال د امنیتي پیښو زیاتوالی د دغه نظر د صحت په معنا دی.

په کابل ښارکې د دو پرلپسي ورځو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو پوځي عملیات چې مشخصا يي دولتي ځواکونه په نښه او هغوی ته یې درانه ځاني تلفات ورواړول خپله د دې ښکارندویې کوي چې طالبان له امریکایانو او د هغوي له پلوي حکومت سره د همدې تړون په سر د مقابلې پوره تیاری لري ، اوکه نن د هغوی لخوا د دغې مقابلې نښې او اثرات د ارګ له مانۍ لیري د کابل ښار مربوط په (۶) حوزه کې لیدل کیږي، خو سبا د دې احتمال شته چې د غه مخالفت پوځي اثرات د ارګ ماڼۍ په منځ اویا د هغې په نیږدي ګاونډ کې هم ولیدل شي.

ځکه همدغه وسله وال تیر کال وتوانیدل چې د ارګ په خوله د سي ،آی ،اي پر مرکز ، د دفاع وزرات د وزیر پر دفتر او همداراز، د کورنو چارو وزارت مربوط د بهرنیو مشاورینو پر ځانګړیو هستوګنځیو باندې تکتیکي بریدونه ترسره کړي ، نن چې یې د امریکایانو او ناټو تړون پرخلاف د هغوی له امنیتي تړون سره مخالفت اعلان کړی ، حتما به د دې وس لري چې په کابل او د هیواد په نورو ولایتونوکې د بهرنیو ځواکونو او دولتي عسکرو پرخلاف خپلو پوځي عملیاتو ته شدت ورکړي ، چې په دې سره به نوره هم په هیواد کې د نا امنیو کچه لوړیږي اوپړه به یې د هغه چاپرغاړه وي چې دغه بي ثباته تړون یې د امنیت د ټینګښت په پلمه لاسلیک کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x