افغانستانخبرونه

غزني: طالبانو د روزګان د ملي امنیت نوی رئیس نېولی

نن ټکی اسیا( پنجشنبه، د تلې ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن د غزني ولایت اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ناني په سېمه کې د تلاشۍ پر مهال د روزګان د ملي امنیت لپاره نوی ټاکل شوی رییس نیا علي له موټره کوز کړی او پر نامالوم لورې يې له ځانه سره بېولی دی.

دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ولایت د اندړو یا شلګر ولسوالۍ د ناني بازار په سېمه کې را منځته شوې.

سرچينه زیاتوي، چې د روزګان د استخباراتو لپاره نوی ټاکل شوی ريیس نیاعلي، چې د نادر علي زوی او د میدان وردګو د دايي میرداد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نن د کابل کندهار پر لویه لار د طالبانو له لورې د تلاشۍ پر مهال له یوې توپانچې سره نیول شوی دی.

طالبانو هم د روزګان د استخباراتو د ریس نیاعلي نېونه تایید کړې؛ خو د نوموړي د برخلیک په اړه یې تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په غزني کې د لوړ رتبه او ټيټ رتبه چارواکو د نیونې پېښې خورا زیاتې شوي دي. آن په سپینه ورځ د سلګونو او زرګونو امنیتي منسوبینو او پولیسو په موحودیت کې طالبان توانېدلي، چې په ښار کې دننه او له ښاره بهر مهم دولتي چارواکي په نښه او یا ژوندي وتښتوي.

له دې وړاندې د غزني د حج او اوقافو رئیس، د محکمې یو چارواکی او ګڼ نور ملکي او نظامي کسان له نېول کېدا وروسته وژل شوي هم دي. تر اوسه د غزني یا روزګان امنیتي چارواکو د پېښې په اړه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x