بلیک بیري (BlackBerry) نوی سمارټ فون راوباسي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): سمارټ فون مشهوره کاناډايي کمپنۍ بلیک بیري خپل نوی سمارټ فون په نژدې راتونکي کې بازار ته وړاندې کوي. دغه نوی سمارټ فون پاسپورټ ( (Passportنومول شوی.

د ټیکنالوژۍ کارپوهانو په اند د بلیک بیري دغه نوی سمارټ فون پاسپورټ به د سمارټ فون نړۍ ته ټکان ورکړي. ځینې خلکو د دې سمارټ فون ځانګړنې او ډیزاین خوښ کړي؛ خو داسې کسان هم شته چې نه يي خوښوي.

د ځینې خلکو نه خوښولو سربیره بلیک بیري کمپنۍ اعلان وکړ چې دغه سمارټ فون جوړولو ته به په چټکۍ سره ادامه ورکړي.

د پاسپورټ سپین رنگی ورژن چې تصویرونه يي د بلیک بیري کمپنۍ له خوا مخکې خپاره شوي د روان زیږیدیز کال د نومبر په میاشت کې به بازار ته وړاندې شي.

تر اوسه خپله بلیک بیري کمپنۍ د دې سمارټ فون بازار ته وړاندې کولو کومه رسمي نیټه نه ده ښودلې خو د (n4bb) ویب پاڼې راپورونو په اساس چې یوه اماراتي غیر رسمي ویب پاڼه ده دغه سمارټ فون به د نومبر په میاشت کې بازار ته وړاندې شي.

کله چې پاسپورټ بازار ته د خرڅ لپاره وړاندې شي نو د سپین او تور رنګ بیه کې به کوم توپیر نه وي او دواړه به په یوه بیه د خرڅیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د